لاس رسیدونکی لینک

 
په بلوچستان کې تر نیمایې زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
تازه خبر

په بلوچستان کې تر نیمایې زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي


هلته ۱۷ فیصده ماشومان د زیږدني په لومړی میاشته یا بیا په کال کښې دننه ژوند له لاسه ورکوي د ده په وینا د خوراک له کمي سره مخ ماشومانوکښې ذهني صلاحیت او د کار کولو استعداد هم تر نورو کم وي

په بلوچستان کې د روغتیا چارواکې وایې هلته تر نیمایې زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي چې له امله یې ۱۶ سلنه ماشومان لنډ قامته پاته شوي دي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر امین مندوخېل چې د بلوچستان د غذایي چارو د حكومتي ادارې مشر دی، ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي دي چې حکومت د خوراک د نړیوالي ادارې په وړاندیز په ٧و ضلعو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه بیړنی حالت پر ځای کړی دی او هلته کور په کور د ځانګړې خوراکونو پیکټونه ویشل کیږي.

ښاغلي مندوخېل وویل د بلوچستان حکومت پریکړه کړې ده چې د صوبې په ټولو یعني ٣٣و ضلعو کې بیړنی غذایي حالت پر ځای کړي او د مرستو کار به د دې کال د مارچ په میاشته کې پیل کړي.

د نوموړي په وینا هلته ۱۷ فیصده ماشومان د زیږدني په لومړی میاشته یا بیا په کال کښې دننه ژوند له لاسه ورکوي د ده په وینا د خوراک له کمي سره مخ ماشومانوکښې ذهني صلاحیت او د کار کولو استعداد هم تر نورو کم وي.

د خوارځواکي د مخنیوي د ملې ادارې مرستیال مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر امداد اڅکزي وویل په بلوچستان کې د خوارځواکۍ لوی علت بېوسي، وچکالي او د کشت وکروندې وچوالی دی.

‌‌‌‌‌ډاکټر اڅکزی وایې په بلوچستان کې نږدې ۷۰۰۰ ښځینه روغتیایې ماموریني د خوارځواکۍ دشدت مالومولو لپاره کور په کور څېړنه کوي او ‌‌‌‌‌‌ډېر زر به اغېزمنو ماشومانو ته د خوراک ځانګړي بستې ورسول شي.

د پاکستان حکومت په تکرار سره ادعا کوي چې بلوچستان په طبیعي زیرمو شتمنه صوبه ده چېري چې د ګازو، تیلو، سرو زرو او مرمر ‌‌‌‌‌‌ډبرو په ګډون د یو شمېر ګران بیعه کاڼو زخیرې شته چې هر کال په اربونو روپۍ عاید لري خو د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال عالیاني په ورستیو کې پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي وو چې مرکزي حکومت د صوبې د طبیعي زیرمو د عوایدو ‌‌‌‌‌‌ډېره لږ برخه و دوی ته ورکوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG