لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي پولیسو د مسلمانانو ضد تشدد په اړه د "غلطو خبرونو" په الزام خلک ګرفتاره کړي


د هند پولیس دعوه کوي چې د مسلمانانو په ضد د تشدد په باب "غلط خبرونه" خپریږي، او دوی د هند په شمال ختیځې صوبې، ټريپورا کې د سوشل میډیا لسګونه صارفینو باندې چې د مسلمانانو خلاف تشدد پېښو کې د حقایق پلټونکو ډلو غړي هم پکې شامل دي، الزامونه لګولي دي.

پس له هغه چې مسلمانو بلواګرو په بنګله دېش کې د اکټوبر په دویمه هفته د هندواڼو په مندرونو او بتانو یرغل وکړ، د هند په ټریپورا کې هندواڼو په مبینه توګه هغو یرغلونو ته په عکس العمل کې د اکټوبر د ۲۱مې نېټې نه نیولې تر یوې هفتې پورې د مسلمانانو مسجدونه، کورونه او دوکانونه لوټ کړل او اورونه یې ورته واچول.

د حقایقو د پلټنو ډلو رپوټ ورکړ چې د دې یوې هفتې فرقه وار تشدد کې په لسګونه کورونه او دوکانونه او شپاړلس مسجدونه ویجاړ کړی شول، او همدا راز څلورو مسجدونو او ګڼ شمېر دوکانونو او کورونو ته اور واچول شو. د دې حقایق پلټونکو کارکنانو زیات شمېر یې دا رپوټونه په سوشل میډیا ورکړل.

د ټرایپورا پولیسو د هند د فوجدارۍ قانون پر بنیاد، د سلو نه زیات د سوشل میډیا صارفین په دې تورن کړي چې ګني د مختلفو مذهبي ډلو ترمنځ یې دښمنۍ ته لمن وهلې، جعل سازي یې کړې، مجرمانه سازش یې کړی او یا بل ناقانونه کارونه یې کړي دي. پولیس دعوه کوي چې د دې صارفینو پوسټونه په سوشل میډیا باندې، لا زیات تشدد ته لمن وهلو په هدف و.

د آل انډیا سټوډنټس اېسوسیشن ځوانانو د فرقه واریت د تشدد وروستیو پېښو په مذمت کې مظاهره وکړه
د آل انډیا سټوډنټس اېسوسیشن ځوانانو د فرقه واریت د تشدد وروستیو پېښو په مذمت کې مظاهره وکړه

د ملزمانو په منځ کې طالب العلمان، سماجي کارکنان، د حقایق پلټنې ډلو وکیلان، د یو اسلامي تنظیم د زده کوونکو څانګې غړي، عادي شهریان او نور شامل دي. که څه هم ځينو کسانو سوشل مېډیا باندې غلط معلومات هم خواره کړي، لکه یو چا چې په ډيلي کې د روهېنګیا کډوالو په کېمپ کې د اورسوځېدنې یو پخوانی تصویر پکې خپور کړی و، خو پولیسو اوس داسې کسان هم ملزم ګرځولي چې سوشل مېډیا باندې یې پوسټونو کې هېڅ غلط معلومات نه و شامل.

ټرېپورا کې یو دوکاندار وي او اې ته ویلي، هغه پخپلو سترګو کتلي چې هندو احتجاج کوونکو د پولیسو په موجودیت کې دوه دوکانونه وسوځول. د سیمې یو پولیس مشر هم انډین اکسپرس اخبار ته دا تصدیق کړې چې د سختدریځه هندو تنظیم – ویشوا هندو پریشاد – کارکنانو په پاني ساګر سیمه کې یو مسجد، کورونه، او دوکانونه لوټلي او دوه دوکانونو ته یې اور اچولی دی. مګر د ویشوا هندو پریشاد تنظیم ویاند وینود بنسال دا الزامونه رد کړي او ویلي دي چې هېڅ هندو په هېڅ کوم مسجد یا د مسلمانانو په کور او دوکانونو حمله نده کړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG