لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د کابل د نني ځان وژونکي برید پړه په غاړه واخیسته


د رویټرز خبري ادارې د راپور له مخې داعش د کابل د نني (جمعې د ورځې) د ځان وژونکي برید پړه په غاړه اخیستې.

په دغه برید کې چې د هزاره شعیه مسلمانانو په یوې غونډه کې ترسره شوی لږ تر لږه اوه کسان وژل شویدي.

دا ځانمرګۍ برید د کابل ښار دشپږمې امنیتي حوزې اړوند الزهرا جومات ته نږدې دعبدالعلي مزاري د ۲۳ تلین دلمانځغونډې په مهال شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نصرت رحیمي ویلي ،په دې ځانمرګۍ برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۴ نورټپیان شوي دي او په وینا یې په وژل شویو کسانو کې یوتن پولیس هم شامل دی.

رحیمی خبریالانو ته ویلي،ځانمرګۍ برید کوونکي غوښتل چې دکابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند الزهرا جومات ته نږدې دعبدالعلي مزاري دمړینې روانې غونډې ته ور ننوځي خو پولیسوپه لومړي امنیتي چیک پوست کې را ایسار کړو اؤ ځان یې چاودنه ورکړه.

خو دافغانستان دعامې روغتیا وزارت مطبوعاتي ویاند وحید مجروح ویلي ،د برید له ځایه د کابل امبولانسونو له لوري روغتونو ته د۵ تنو مړوجسدونه او۲۲ تنه ټپیان لیږدل شوي دي.

دافغان اولسمشر اشرف غني لخوا تیره اوونۍ طالبانو ته د سولې د وړاندیز نه راپدیخوا دطالبانو په بریدونو کې زیاتوالی لیدل شوی اؤ تیره ورځ هم د افغانستان په تخار اؤ کندهار ولایتو کې دطالبانو په بریدونو کې۲۳ؤ افغان امنیتي عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

افغان چارواکي دطالبانو دمرستې تور په پاکستان لګوي اؤ وایي پاکستان پخپله خاوره کې طالبانو اؤ دحقاني ډلې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي چې له دغه ځایه ورانکاري افغانستان کې دترهګرۍ پلانونه عملي کوي.

خو پاکستان دافغان دولت دغه تورونه بې اساسه بلي اؤ دعوه کوي چې په طالبانو اثر نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG