د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان د سولې او د هند او پاکستان تر منځ د روان شخړې په اړه په کابل کې د پاکستاني سفیرزاهد نصرالله ورستی بیان بې ځایه دی.
افغان حکومت د پاکستاني سفير بیان په افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان د لوظونو سره متضاد بللی دی.
د پاکستاني سفير"لانجمن بیان" د دواڼو هیوادونو تر منځ په یو حساس وخت کې یو بله سفارتي ستونزه پیدا کړې ده ځکه چې افغان حکومت د بیان ورکولو سره سره د پاکستان سفيرپه رسمي توگه وزارت خارجه ته ورغوښتی دی.
د پاکستان سفیر ویلي وو که هند د کشمیر د برید په غچ کې د پاکستان پر ضد اقدام وکړو، نو له طالبانو سره به د سولې روانې خبرې اغیزمنې شي.
کابل د پاکستان سفیر ته ويلي د هند او پاکستان تر منځ کړکیچ د سولې د بهير سره هیڅ تړاو نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي امریکا غږ ته ويلي دي
"دا مسئله ډېره بې تړاوه ده، کوم مشکل چې د هند او پاکستان تر منځ دی، طبعاً د دې مشکل زمینه او اړخ یې مشخص دی ... دا چې دا هیواد په دې ډول گواښ کوي، دا ډېر غیر منطقي ده"
د پاکستاني د سفير په بیان په ټولنيزو رسنیو هم ټکونه شوي دي. د پاکستان پخوانی سنیټر افراسیاب خټک په ټويټر ليکلي دي
"په هند اویا امریکا باندې د فشار اچولو لپاره د افغان سولې خبرې یرغمل کول ښايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان تگ لاره څومره نيمگړتیاوې لري، او بیا پاکستان گيله کوي چې افغانستان ورسره دښمني کوي"
د افغانستان د مرستیال صدر لپاره نومول شوې امرالله صالح هم په ټويټر په پاکستان ټکونه کړي دي. هغه ليکي
"دا بلیک میلینگ (ویرول)، سرزوري، او ډاریدل دي"
دا لومړی ځل نه دی چې یو پاکستاني سفيرد افغان سولې خبره د پاکستان او هند تر منځ کړکیچ سره تړلی ده.
پاکستان مخکښې هم څو ځله د افغانستان مسله د کشمير د لانجې سره یو ځای کړې ده.
پاکستان په تکرار سره په رسمي توگه په دغه لړکې د امريکا نه مرستې هم غوښتې دي.
د پاکستان په سینیټ کې د باندینو چارو د کمیټۍ وسني او د دفاعي چارو د کمیټۍ پخواني مشر مشاهدحسین په واشنگټن کې یو ځل ويلي وو تر څو په کشمير کې اور بلېږي نو په افغانستان کې به امن گران وي.