لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیواله میډیا د پاکستان په انتخابونو کې په ټگۍ برگۍ اندیښمنه ده


د پاکستاني ميډيا د يو نيم اخبار او ټېلي وژن نه علاوه باتي ټول په ټوله ميډيا يا خاموشه ده او يا خاموشه کړل شوې ده. خو په دغه هېواد کې د جولاي په ٢٥مه نيټه په کيدونکو انتخابونو کې د درغلیواو ټگیو کولو په اړه د نړيوالو مطبوعاتو رپورټونه او څېړنې نيغ په نېغه د پاکستان په پوځ تورونه لگوي او دعوې کوي چې پوځ په انتخابونو کې د خپلې خوښې پايلې ليدل غواړي.

د غټو نړيوالو مطبوعاتي ادارو د سر خطونو او ليکنو په اړه د څو مثالونوتر څنگ په پاکستان کې دننه هم د بېلا بېلو سياسي گوندونو او د بشري حقونو د تنظيمونو کې تورونه لگوي چې په انتخابونو کې هرې پارټۍ يا گوند ته د برابرۍ په بنياد ځای يا حق نه ورکول کيږي.

نړبوال مطبوعات څه وايي؟
اوس راځو د نړيوالو مطبوعاتو تبصرو او رپورټونو ته چې د پاکستان په پوځ څنگه او ولې تورونه لگوي. د امريکه د لوی اخبار نيويارک ټايمز دجولايي د ٢٣ مې نیټې سرخي وايي د پاکستان په انتخابونو کې څه په داو لگېدلي دي؟

اخبار ليکي پکار وه چې دا انتخابونه د پاکستانيانو د پاره د لمانځلو يوه ښه موقعه جوړه شوی وی خو په ميډيا بې ځايه او سختو بندېزونو، د يو خاص گوند د پاره د گټې لار هوارولو، تند لارو ډلو ته په انتخابونو کې د برخه اخستلو اجازت ورکولو او په سياسي گوندونو مرگوني بريدونو د انتخابونو خوند خراب کړی دی.

په انتخاباتو کې څه په داؤ دي؟

د اخبار له مخه د پاکستان سياست ټول عمر گډ وډ پاتې شوی دی ځکه چې د ملک اقتدار د سياسي گوندونو او پوځي چارواکو منځ کې بدليږي رابدليږي. خو ځل انتخابونه نور هم لانجمن دي او لامل يې د پوځ د پخواني وزير اعظم نواز شريف د گوند د انتخابونو نه د بهر ساتلو هڅې دي. اخبار ليکي چې دا انتخابونه به دا هم په ډاگه کړي چې پاکستان د غرب سره خپلې اقتصادي اړيکې ټينگول غواړي که د چين سره؟ د پاکستان جمهوريت به تندلاري قابو کړي؟ او ايا د پاکستان پوځ او عدالتونه د باور وړ پاتې شو؟

د پاکستان پخواني سفير حسين حقاني په یوه بله معتبره مجله فارن پاليسي ميگزين کې ليکلي چې که انتخابونه هر څوک وگټي دا پروا نه کوي خو ملک په بيلات کې دی. د خپلې څيړنې په اخر کې وايي که پايلې هر څنگه وي خو د پاکستان مظبوط ايسټيبلېشمېنټ به اختيار هم په خپل لاس کې ساتي، جهاديان او نور تندلاري به لا قوي کيږي، پاکستان به په نړيواله کچه يواځې کيږي او اقتصادي ستونزې به يې نورې سېوا کيږي.

د برطانيه په يوه ورځ پاڼه دي سنډی ټايمز کې کريسټينا ليمب ليکي چې د پاکستان پوځ عمران خان ته په ناولو حربو واک ته د رسولو لاره برابروي. انگرېزې ژورنالېسټې د پاکستان په ميډيا د بندېزونو ذکر کړی او د گل بخاري مثال يې ورکړی چې استخباراتي ادارو په دې خيال پورته کړې وه چې پيغام ورته ورکړي هر څوک چې د دوی د نظر سره سم چلن ونه کړي نو د مشکل سره به مخ شي.

د مطبوعاتو نه علاوه هم د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو نيوکې روانې دي او حد تر دې رسيدلی چې د اسلام اباد د هايکورټ جج شوکت عزيز صديقي نيغ په نيغه د اي ايس اي نوم اخستلی دی او ويلي يې دي چې استخباراتي ادارې د خپلې خوښې عدالتونه جوړول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG