لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېسې شته خو اوس نشته!


زمونږ د زوړکلي په جنګۍ کې به د اوړي غرمې ډېرې خوندورې وې، هره ورځ به پکې نوې نوې قيصې او ډول ډول ازمېښتونه کېدل، يوه غرمه بادري کاکا نوې خبره وکړه، وېل زه په دوه لتو د ونې نه سړې راغورزوم.

ساده ګل لکه د خپل نوم ډېر ساده وو خو ځان ورته سمه د بالول دانا ښکارېده، د بادري کاکا چېلنج ته يې سمدستي سينه اوټپوله او د جنګۍ زړې د توت ونې ته په يو ټک اوختلو او د بره نه يې بادري کاکا له غږ ورکړو، زه کنه، زه دې نر ګڼم، ته اوس ما د دې توت نه په دوه لتو راوغورزوه!

بادري کاکا ورته ووېل که مې راوغوزولې نو بيا؟

ساده ګل ورته ووېل چې څه واېې زه به يې منم خو زه ته ما را اوغورزوه،

بادری کاکا ډېر په تسلۍ د خپل کټ نه را اوچت شو او د توت هغه ونې له يې په ورو شان يوه لته ورکړه او بيا ښه په قلاره لاړی، په خپل کټ کې بالخ ته ډډه شو.

ساده ګل ورله د بره نه غږ ورکړو وېل بادر کاکا بله لته هم ورکړه چې شرط دې پوره شي زه ستا زور ګورم چې ته ما څنګه راغورزوې،

بادري کاکا د نسوارو چونډۍ د شونډې لاندې کړه او د نسوارو د ډبي په آينه کې يې د خپلې ګيرې او برېتو سپين ويښته برابر کړل او ساده ګل ته يې ووېل،

بچيه توت له به بله لته سبا نه بله ورځ ورکوم، که خېر وي، ته ښه په آرام بره کښېنه، زړه مه تنګوه،

د بادري کاکا او ساده ګل قيصه راته د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر د وروستي بيان سره راياده شوله، نوموړي تېره ورځ واشنګټن ته د آېې ايم اېف نه د قرض اخستلو لپاره د تګ نه وړاندې خبريالانو ته ډاډ ورکړی وو چې د پاکستان په خزانه کې به په ۲۰۴۷ م کې دوه کهربه ډالرې يعني دوه زره اربه ( ميلیارده) ډالرې پرتې وي.

که د نوموړي خله خطا شوي وي او مطلب يې ډالر نه بلکه پاکستانۍ روپۍ وي نو بيا خو چې روپۍ په کومه اندازه پريوزي ډېر زر به په خزانه کې د پرتو ډالرو نه هم په کهرباؤ روپۍ جوړيږي، که داسې نه وي نو ګرانه غوندې ښکاري.

د اسد عمر مطلب دا وو چې کله پاکستان سل کلن شي،نو اقتصاد به يې هم وده کړې وي،خو دغې نېټې ته لا وس هم ۲۸ کاله پاتې دي، نو که د پاکستان اولس بيا هم د تحريک انصاف د دغو اوږدو وعدو په طمع کښيني نو لکه د ساده ګل به ټول عمر په توت کې تېر کړي .

هغه د پښتو ټپه ده چې : په طمع طمع به دې زوړ کړم،

نه به دې يار کړم نه به درکړم رخصتونه.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

XS
SM
MD
LG