لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي طالبانو د شمالي فاریاب ولایت یو ولسوالي نیولې


افغان چارواکي وايي طالبانو د هیواد شمالي ولایت فاریاب کې د یو پوځي مرکز د نیولو څو ورځې وروستو د بل چراغ په ولسوالۍ قبضه کړې ده.

د فاریاب ګورنر نقیب الله فایق ویلي د طالبانو سره د څو ورځو سختې جګړې او او د مرستو نه ملاوید له کبله د بل چراغ ولسوالي د خالي په ورځ ناوخته یاغیانو په ولقه کې اخستې.

د فاریاب ایالت دغه اولسوالي طالبانو په داسې وخت نیولې چې افغانستان کې خلک د خپلواکۍ یو کم سلمه کلیزه نمانځي.

د ایالتي شورا دوه غړو ویلي حکومتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي خو د تسلیمیدو په اړه یې بیلا بیل دریزونه ورکړي.

د ایالتي شورا غړي عبدالاحد البک ویلي د طالبانو لخوا دمیاشتوراهسې ګېرې او د فاریاب سرښار نه د حکومتي ځواکونو لخوا څه قسم مرستو نه ملاویدو له کبله پولیس چارواکي، پوځیان او حکومتي عمله طالبانو ته تسلیم شوې.

د شورا یو بل غړي آق محمد نوري ویلي چې د پوځي بټالین پشا کیدو وروستو د قبایلي مشرانو د دریمګړتوب پس ۶۰ پولیس چارواکو طالبانو ته وسله غورځولې.

ددې وړاندې روانه میاشت طالب وسله والو په فاریاب ایالت کې یو افغان پوځي مرکز د حملې وروستو قبضه کړی وو.

د افغانستان د فاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ویلي د اګست په دیارلسمه نېټه د یاغیانو سره د یو انښتې وروستو طالبانو په غورماچ ولسوالۍ کې د یو پوځي مرکز کنټرول په خپلو لاسو کې اخستی. په دغه انښته کې ۱۷ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي وو او ۱۹ نور ژوبل شوي وو.

ځنې میډیايي رپورټونو کې ویل شوي وو چې طالبانو په دغه انښته کې په لسګونو افغان ځواکونه نیولي وو.

په کال ۲۰۱۴ کې د افغانستان نه د نړیوال ځواکونو د وتو وروستو کابل کې د غربي هیوادونو په مرسته حکومت د طالبانو او نورو تندروه ډلو پرضد د ملک په بیلا بیلو ځایونو کې په جنګ کې بوخت دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د اګست په اتلسمه نېټه په یو خپور کړي بیان کې د امریکې سره نېغ په نېغه خبرو اترو لپاره غږ کړی.

د طالبانو مشر دا بیان پداسې وخت راغلی چې افغان ولسمشر اشرف غنې څو ځله په طالبانو باندې غږ کړی چې د ملک امنیت او ثبات لپاره د جګړو نه لاس واخلي او د حکومت سره د صولحې خبرو اترو ته کیني.

اخوا د امریکې پوځ نن په یو بیان کې ویلي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوي مشاوراتي بریګیډ یو پوځي د خالي په ورځ د پوځ دننه په یو حمله کې وژل شوی.

کابل کې د امریکايي پوځ ویاند لیفټننټ کرنل مارټن او ډانل ویلي چې پوځي جوزف میسیل د اورزګان ایالت په ترین کوټ هوايي مرکز کې په ډزو ویشتی شوی. اوډانل ویلي په حمله کې دوه نور امریکاي پوځیان ژوبل شوي خو نوموړي ویلي چې د هغوي حالت د خطرې نه بهر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG