په افغانستان کې په جلا حملو کې پنځه امریکائې عسکر ټپیان شوی او د محلی حکومت یو مامور وژل شویدی .
دغه عسکر نن هغه وخت زخمیان شول چې ددوی زره پو ش موټر په ختیځ ولایت کونړکې په مائن وخوت . ائتلافی قواو ئې ځواب دسپکو وسلو په ډزو ورکړ.
دیو سرتیری بم اچونکی په بله حمله کې چې هدف ئې دکندهار په ولایت کې افغان او دائتلاف قواوی وی ، هیڅ عسکر نه زخمی شوی او نه وژل شویدی لیکن امنیتی قواو هغه مشکوک سړی وویشت اووئې واژه چې په دغه حمله کې شریک و.
یو سړی چې ځان دطالبانو نطاق معرفی کوی ، ددغو ددواړو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی .
افغان مامورین وائې چې نامعلومو وسله والو کسانو دافغانستان په شمال کې دیومحلی حکومت ماموروژلی دی .
دغه ماموران وائې چې نامعلوم وسله وال کسان دسید صادق کورته نن وورننوتل او هغه ئې وواژه. صادق دتخار دولایتی جرگی رئیس و.