لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائتلافي قواوو  پنځلس یا شل یاغیان وژلي


د متحده ایالاتو پوځ وایي چې ائتلافي قواوو د هلمند د ولایت د سنگین په و لسوالۍ کې په تېرو دوو هفتو کې قریب شل تنه یاغیان وژلي دي.

یو خپور شوئ بیان وا یي چې د دې یاغیانو سره تعرضي وسلې او راکټ لانچرونه موجود وو.

نن ددوو سر تېرو حملو او سرک د اړخونو د بمونو سره دغه تشدد دوام درلود. محلې مقامات وایي چې یوه سړي چې د طالب گومان ور باندې کېده په چاودونکو موادو بار موټر په اوروزگان کې په ائتلافي قواوو باندې وروست. پخپله حمله کونکئ مړ شو او یو عسکر او یو ولسي سړئ ژوبل شول.

یوه بل سر تېري د هلمند په ولایت کې د افغاني قواوو سره خپل موټر وجنگاوه چې پخپله حمله کونکئ ووژل شو او بل څوک ژوبل نشو.

له بلې خوا د کندهار د ولایت په یوه لویه لار د ائتلافي قواوو پر کتار باندې بم ور خلاص شو او دوه تنه کاناډایي عسکر یې خوږکړل.

پداسې حال کې چې ناتو د افغانستان په جنوبي برخو کې د خپلو عسکرو شمېر زیاتوي پدې ملک کې تشدد زور اخیستئ دئ


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG