لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې په جنرال مشرف په  دواوڅوکیو دَ ناستې پر ضد خواستونو اوریدل پیل کړې دي


د پاکستان سترې محکمې د جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف د یو ځل بیا په یونیفام کې د جمهور رئیس د جوړیدو پر ضد خواستونو اورونه پیل کړي ده.
مخالف گوندونو د جنرال پرویز مشرف یو ځل بیا پینځو کالو لپاره جمهور رئیس کاندید جوړیدو د قانون سره سموالی چېنلج کړی دی.
د مذهبي گوندونو د ایتلاف مشرښاغلی قاضی حسین احمد وائي" دوی انتظار کوي چې ستره محکمه هغو کسانو سره څه کوي چې اساسې قانون سره یې لوبې کړیدي".
د جنرال مشرف لخوا په دواو څوکیو ناسته ښاغلي قاضی حسین احمد هم چیلنج کړیده. جنرال پرویز مشرف په کال ١٩٩٩ کې د کودته په لار واک ترلاسه کړی وو.
قانون تر مخه پکار ده چې بل جمهوررئیس د رروانې میاشتې پیځلسمې نیټې پورې وټاکل شي .
د واکمن گوند یو جگپوړي چارواکي ښاغلي مشاهد حسین ویلي دي چې جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف به د یو ځل بیا جمهور رئیس جوړیدو ورسته خپله پوځي څوکۍ پریږدي.
ښاغلي مشاهد حسین زیاته کړه چې که جنرال پرویز مشرف بیا جمهور رئیس جوړ شي نو هغه به یو غیرپوځي جمهور رئیس په توگه څوگند پورته کوي.
پرويز مشرف منصوبه لري چې ځان يو وارې بيا دموجوده پارلمان څخه دعامو ټولټاکنو نه وړاندې انتخاب کړي کومې چې دروان کال تر پايې متوقع دي.
پخوانۍ صدر اعظمې ميرمن بې نظير بټو په پرويز مشرف او دهغه په اتحاديانو دا تور لګولى دى چې دوی هيواد ديو خطرناک وضعيت سره مخ کړى دى ځکه چې دوی نۀ غواړي چې جمهوريت بحال شي اؤ په اقتدار کې نور څوک ونډه ولري.
بې نظير بټو زياته کړه چې دا به په ١٨ اکتوبر پاکستان ته بیرته تګ خپلې جلاوطنۍ ته دپايې ټکى کيږدي. ميرمن بې نظير بټو د کال ١٩٩٩ء څخه په دوبۍ او لندن کې استوګنه لري.

XS
SM
MD
LG