لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال پرویز مشرف سره دَهغو څلور هیلي کاپټرو نه یو وو چې دَ زلزلې ځاي ته روان وو وغورځیدو


پاکستان کې چارواکي وایي چې جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف سره دَهغو څلور هیلي کاپټرو نه یو وو چې دَ زلزله ځپلو سیمو دَ کتلو لپاره دَ جنرال مشرف سره دَ زلزلې ځاي ته روان وو وغورځیدو.
دغه هیلی کاپټر دَ پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې مظفرآباد ښار ته نزدې وغورځیدو. په دغه پیښه کې دَ وروستیو رپوټونو ترمخه لږترلږه څلورکسان وژل شوي دي.
په دوي کې یو تن دَ پاکستان دَ پوځ بریگیډیر هم شامل دی. دَ جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف ویاند او پخوانې میجر جنرال راشد قریشي په پیښه ژوبل دی.
زلزلې دَ دویمې کلیزې دَ لمانځلو لپاره جنرال مشرف نن دب زلزله ځپلو سیمو سفر وو. دوه کاله وړاندې هم زلزله ځپلوخلکو ته دَ کمک رسولو په وخت دوه هیلي کاپټرې غورځیدې وې په هغو پیښو کې هم یو شمیر کسان وژل شوی وو.
پوځي هیلي کاپټرې او الاوت سامان دَ پاکستان پوځ پخپله اخلي په دغو کې دَ ځینو په معیار کله کله نیوکې کیږي.
په مطبوعاتو کې ددغه ډول سامان الات اخستلو یا خرڅولو په وخت دَ بډو رشوتونو خبرونه هم څووارې چاپ شوې دي. خوملکي ادارې دَ پوځ سره حساب کتاب کولو کې بی وسه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG