لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مينګوره کې په پوځي کاروان بمي بريد،5 پوځيان مړۀ


دسوات په مرکز مينګوره کې په پوځي کاروان بمي بريد کې 5 پوځيان اؤ يوه ماشومه نجلۍ مړۀ اؤ ١٥ پوځيان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه نن داتوار په ورځ ماښام 5:30بجې هاغه وخت وشوه چې دپوځيانو کاروان دکالام څخه مينګورې ته راروان ؤ.
پوځيانو په کالام او مدين کې هغه پوليس تاڼې اؤ پوستې پوليسو ته بيرته په واک کې ورکولې چې دطالب پلوه جنګياليو دقبضې څخه خوشې کړل شوې وې.
کله چې دپوځيانو کاروان مينګورې ته روان ؤ نو دچارباغ په سيمه کې پرې يو بمي بريد وشو خو په دغه بريد کې پوځيانو ته هيڅ ضربه ونۀ رسيده.
دچارباغ څخه وروسته هم په دغه کاروان دمينګورې سره نزدې دکاڼۀ بابا سړک په سيمه کې دريموټ کنټرول بم چاؤدنه وکړى شوه.
دغه چاؤدنه دومره سخته وه چې دخواؤشا کورونو ودانۍ يې وجړقولې دپيښې نه سمدستي وروسته پوځيانو ټوله سيمه پخپله ولکه کې واخسته اؤ هيچا ته يې سيمې څخه دوتلو يا دننوتلو اجازه نۀ ورکوله.
پوځيانو ترماسخوتنه په پيښه کې درامينځته شوې مرګ ژوبلې شميره نۀ په ډاګه کوله.
خو دسيمې څخه ازادو سرچينو ډيوه راډيو ته وويل په دغه بريد کې ٦ پوځيان او يوه ماشومه نجلۍ مړۀ او ١٥نور پوځيان ژوبل شوي دي.
ژوبل پوځيان دتداوۍ دپاره روغتون ته رسول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG