لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رائټس واچ : مشرف د ډیموکراسۍ په جامه کې ډکټیټر دې


د بشری حقونو د څارنې نړیوالې ادارې هیومن رائټس واچ جمهوررئیس پرویز مشرف د ډیموکراسۍ په جامه کې یو پوځي امر بللې دی.
هیومن رائټس واچ د خبره په خپل کلنیز راپور کې کړې ده.
په دغه راپور کې ویل شوي دي پرویز مشرف پداسې حال کې د حقیقي جمهوریت خبره ډیره په نره کوي چې هیواد کې یې بیړنۍ حالت پرځاې کړی دی.
د هیومن رائټس واچ ډائریکټر کینت روت په واشنگټن کې وینا په وخت دامریکې په شمول د نړۍ په جمهوري هیوادونو تور اولگولو چې دوی په دی لوبه کې د غیر جمهوري هیوادونوملگرتیا کوي.
ښاغلي روت وویل د ډیموکراسۍ حفاظت کوونکي هیوادونو اؤ په خاصه توگه مغربي هیوادونو د ډیموکراسۍ لپاره خپل معیار ښکته کړې دی.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا جمهور رئیس بوش پاکستان کې د پرویز مشرف لخوا د بیړنې حالت لگولو ته سم کلک ځواب ورنه کړو.
ښاغلي مشرف د مخالف گوندونو زرگاؤ خلک نیولي په میډیا یې بندیزونه لگولي او قاضیان یې خپلو څوکیو نه لرې کړي خو بیا هم جمهوررئیس بوش وایي مشرف د خپل حد نه نه دی اووختې.
نوموړي زیاته کړه چې ښاغلې بوش وايي مشرف په ډیموکراسۍ یقین لري او هغه ډیموکراسۍ په اړخ روان ده.
هېومن رائټس واچ تور لگولی چې دپاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو په وژنه کې د پاکستان استخباراتي اداری لاس لري اؤ په القاعده شبکه ددې تورونه لگول بې ځایه دي.
د بشري حقونو د څارنې ادارې امکان څرگند کړیدې چې د پاکستان راتلونکي انتخابونو کې ددرغلو امکان دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG