لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ :  چاؤدنه کې دميجر په ګډون ٣ عسکر ووژل شول


دباجوړ ايجنسۍ مامومند سيمه کې دامنيتي ځواکونودکاروان ترڅنګ بمي چاؤدنه کې د يو ميجر په ګډون لږ ترلږه ٣ عسکر وژل شوي اؤ يو ټپي دى.
دپاکستاني پوځونو دوياند ميجر جنرل اطهر عباس مطابق چاؤدنه هاغه وخت وشوه کله چې دامنيتي ځواکونو کاروان دپاک افغان سرحدي سيمې سره نزدې دخار طرفته روان ؤ.
اطهر عباس وويل چاؤدنه کې دفرنټئير کور ٣ اهلکار مړۀ اؤ يو ژوبل شوى دى دغه ژوبل تن د ايجنسۍ هيډکوارټر خار روغتون ته وړل شوى دى.
دسرچينو له مخې چاؤدنه دباجوړ ايجنسۍ تحصيل مامومند پر ترخو پل وشوه. ددغه پيښې څخه وروسته سيمه کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
امنيتي ځواکونو خار ته تلونکى سړک بند کړى دى تراوسه ددغه پيښې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.
بايد وويل شي چې باجوړ ايجنسي دافغانستان سره په پوله پرته ده اؤ دغه سيمه دا وخت دځايې تندلارو دسخت اثر لاندې ده.
داسې راپورونه هم شته چې په باجوړ کې ځايې وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو په موجوديت کې په سړکونو ګزمې کوي اؤ په سيمه ايزو خلکو يې قدغن ايښى دى چې دهغوي خوښې دشريعت پرته به هيڅ قسمه اعمال نۀ ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG