دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان ايجنسۍ دشاه نوازکوټ په سيمه کې په يوکور د
توغنديوبريد کې ١٨ کسان وژل شوي دي.
دسيمې خلق وايي وژل شوي غيرملکيان دي چې په يوکورکې يې پناه اخستې وه.
دغه پيښه د خالي اواتوارپه منځ شپه درې بجې رامنځته شوه بريد دنورالله نومې يوسړي په کورشوى دى.
سرچينې وايي دوانا دسکاوټس د قلعه دلوري دشپې په تيارۀ کې الوتکې راغلې اؤبيا لږه شيبه وروسته شاه نواز کوټ کلي کې دنورالله دکورڅخه لمبې پورته شوې. سرچينې داهم وايي په کور ٥ توغندي توغول شوي دي.
دعيني شاهدانوترمخه په بريد کې ١٨ کسان وژل شوي چې دکړۀ وړۀ څخه عربان معلوميدل اؤ٧نور ژوبل شوي دي.
دپاکستاني پوځ وياندميجرجنرل اطهرعباس ددغه پيښې تصديق کړى دى خو دايې نه ده څرګنده کړې چې بريد دچالخوا شوى اؤ څومره کسان پکې وژل شوي دي؟
ښاغلي عباس مطبوعاتو ته وويل داسې اطلاع شته چې جنوبي وزيرستان کې بريدشوى خودپيښې پلټنې پيل شوي ځکه نودپلټنوڅخه وړاندې په دقيقه توګه څه نه شي وئيل کيدى