لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سترې محکمې د قاضیانو غونډه بلل شوې ده


د پي سي او قانون لاندې څوگند پورته کونکي د سترې محکمې مشر قاضي عبدالحمید ډوگر د محکمې فل کورټ غونډه د نهې په ورځ بللې ده.
ویلې کیږي په دغه غونډه کې به دمحکمې ١٦ قاضیانو ترڅنگ د محکمې رجسټرار هم گډون کوي.
که څه هم د محکمې لخوا خپور شوي بیان کې د غونډې ایجنډه یا مقصد نه دې په ډاگه شوې. خو څیړونکي وایي چې په دغه غونډه کې به د پارلمان لخوا د لر کړې شوو قاضیان بیا پرځایې کولو په اړه قرارداد نه وړاندې به سټرټیجي جوړ ولې شي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې اکثریت لرونکي ډلو پیپلز گوند او مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشرانو اصف زرداري او نواز شریف ژمنه کړې ده چې د حکومت جوړولووروسته ٣٠ ورځو کې به لر کړې شوي قاضیان د پارلمان د قرارداد له لارې پرځایې کوي.
نن په اسلام اباد کې سترې محکمې کې یو خواست هم جمع کړې شوی دی چې پکښې محکمې نه غوښتنه شوې ده چې پارلمان داسې کوم قرارداد نه منې کړي.
دا خواست مولوی اقبال حیدر ایډوکیټ جمع کړې دې. مولوی اقبال حیدر ایډوکیټ باندې لر کړې شوي مشر قاضي افتخار چوهدري سترې محکمې ته ټول عمري بندیز لگولې وؤ.
د وکیلانو یو مشر علی احمد کرد ډیوه ریډیو ته ویلي کې اوسنۍ سترې محکمې قاضیانو کومه غیرقانوني فیصله اوکړه نو د هیواد ټول وکیلان به یې مخه نیسي او د احتجاجونو لړۍ به پیل کوي.

XS
SM
MD
LG