لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي پاکستان کې دالقاعده پټن ځايونه اؤ دطالبانو شتون خطره ګرځولې ده


دافغانستان جمهوررئيس حامد حامد کرزى وايي ائتلافي ځواکونو دترهه ګرۍ په ضد جنګ د افغانستان کلو بانډو پورې غزولى دى خو اصل خطره پاکستان کې دموجودو طالبانو اؤ دالقاعده دپټن ځايونو څخه ده.
يوې امريکايي ورځپاڼې سره په مرکه کې افغان جمهوررئيس حامد کرزي وويل کۀ چرې دپاکستان دولت ته دپوځ اؤ داستخباراتي ادارو ملاتړ ترلاسه شي نو هلته به حالات ښۀ شي. پاکستان سره داړيکو په بابله حامد کرزي وويل دپاکستان نوي دولت سره داړيکو پيل په ښۀ ډول شوى دى.
حامد کرزي دامريکايي اؤ برطانوي پوځ پر جنګي تګلاره نيوکه وکړه.
افغان اولسمشر وويل دهغۀ دولت غواړي چې امريکايي ځواکونه دې دعملياتو په مهال شکمن طالبان ونۀ نيسي ځکه چې دنيونې ويره اؤ بد سلوک هغوي په وسلې نۀ غورځولو مجبورولى شي اؤ بايد داسې نيونې بيخي ونۀ شي.
خو ددې ترڅنګ حامد کرزي وويل هغۀ دامريکايانو په بند کې موجودو کسانو سره دناوړه چلند تفصيلات نۀ لري.
حامد کرزي وويل دائتلافي ځواکونو لخوا دعامو وګړو په وژنه هغۀ خواشيني څرګندوي اؤ د عامو وګړو وژنه نۀ غواړي اؤ کۀ په دې کوم دلائل وړاندې کولى شي نو هغه به دقبلولو وړ نۀ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG