د پاکستان د طالبانو تحریک مشر بیت الله محسود د نوي حکومت سره د سولې خبرې اترې په
مکمله توگه ختمولو اعلان کړې دی.
د بیت الله محسود ویاند مولوي محمد عمر د خالي په ورځ ویلي دي چې بیت الله محسود حکومت سره د خبرو اترو پروسه په مکمله توگه ختم کړې دي .
ښاغلي عمر زیاته کړه چې حکومت دوي سره په خبرو اترو کې سنجیده نه دي.
د پاکستان حکومت لخوا تر اوسه کوم قسم غبرگون نه دې راغلې.
تیره اونۍ په میډیا کې داسې رپوټونه راغلي وو چې د پاکستان طالبان اوحکومت تر منځ د سولې تړون کیدونکې دی.
طالبانو او په صوبه سرحد کې واکمن عوامي نیشنل پارټۍ د دغه تړون پخلې کړی وؤ. په تیرو درې څلورو ورځو کې د طالبانو لخوا په امنیتي چارواکو او اولسي خلکو بریدونو د سولې تړون اوس ځنډولی دی.
تیره اونۍ په مردان کې د پولیسو په مرکز بمي برید، د اتوار په ورځ په مومندو کې د اولسی خلکو سره نښتې او نن یوځل بیا د جاسوسۍ په تور د یوتن د وژنې پېښو د حکومت او طالبانو ترمنځ د اعتبار کچه کمه کړې ده.