لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخالي کړل شوؤ چوکيو ټولټاکنې دوؤ مياشتو لپاره ځنډول شوې دي


دپاکستان دټولټاکنو کميسيون دجون پر ١٨مه نيټه کيدونکې ټولټاکنې تر دوؤ مياشتو ځنډولي دي اؤ دټولټاکنو دکمشنر کنور دلشاد ترمخه ټول هيواد کې به دخالي کړل شوؤ چوکيو ټولټاکنې اوس داګست پر ١٨مه نيټه ترسره کيږي.
ښاغلي کنور دلشاد دخالي کړل شوؤ چوکيو ټولټاکنو دځنډولو وجه دبوديجې اؤ صوبه سرحد کې دامن خراب وضعيت وګرځولو او وې ويل نوى بدل شوى مهال ويش به زر جاري کړل شي.
هغۀ وويل دټولټاکنو لپاره چې کومو کانديدانو کاغذونه جمع کړي دي هغوي به بيا کاغذونه نۀ جمع کوي.
دپاکستان دټولټاکنو دکميسيون لخوا دټولټاکنو دځنډولو په عمل دمسلم ليګ(ن) وياند صديق الفاروق نيوکه کړې ده اؤ وايي دټولټاکنوپه ځنډولو کې مسلم ليګ (ن) په اعتماد کې نۀ دى اخستل شوى.
هغۀ وويل دټولټاکنو دکميسيون مشر دخپلواکه جوړيدو هڅې کوي صديق الفاروق وويل دغه ستونزه به دائتلافي ګوندونو مخې ته ږدو..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG