لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک : قبایلي سیمو کې نیول شوي بې گناه کسان به خوشي کوؤ


دپاکستان حکومت په جنوبي وزيرستان کې د تندلارو سره دامن دلوظنامې لپاره په لويه کچه خبرې اترې پيل کړي دي اؤ په دې لړ کې نن دنهې په ورځ دجنوبي وزيرستان ٤٥ کسيزې جرګې دصوبه سرحد دګورنر اويس احمدغني اؤ دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو دمشاور سره غونډه کړې ده.
جرګې حکومت ته د تندلارو لخوا وړاندې کړل شوې غوښتنې هم مخې ته ايښودي دي.
ددغه غوښتنو په ځواب کې دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک ويلي دي قبائيلي سيمو کې دعملياتو په مهال نيول شوي بې ګناه وګړي به زر پريښودل شي اؤ دمحسود قبائيلو په سيمو کې بند سړکونه به هم پرانستل کيږي.
نن دپيښور په ګورنر هاؤس کې دمحسود قبائيلو د ٤٥ کسيزې امن جرګې سره له ليدنې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې ښاغلي ملک وويل په قبائيلي سيمو کې دعملياتو په مهال دشوؤ زيانونو دازالې دپاره حکومت احکامات جاري کړي دي.
هغۀ تور ولګولو چې د هيواد دامنيت په خرابولو کې يو ګاونډي هيواد لاس لري خو بايد قبائيلي وګړي دځان وژونکيو پځايې ددولت مرسته وکړي.
له دې وړاندې دمحسودو دامن دغه جرګې دصوبه سرحد دګورنر اويس احمدغني اؤ دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک سره وليدل اؤ ورسره يې قبائيلي سيمو کې ددائمي امن دټينګښت اؤ داصلاحاتو په هکله خبرې وکړې.
دجنوبي وزيرستان څخه راغلې دامن دغه جرګه ددولتي چارواکيو سره په ٥ؤ نکتو خبرې کوي چې په هغې کې دمحسودو په سيمو کې دبندو سړکونو پرانستل، دعملياتو په مهال دسيمې څخه دوتلو کورنيو دبيرته راستنولو دپاره انتظامات، بيرته راتلونکيو ته تر څو مياشتو خرڅ خوراک ورکول، دعملياتو په مهال دشوؤ مالي اؤ ځاني زيانونو ازاله اؤ دنيول شوؤ کسانو پريښودل شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG