لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :د باجوړ ورستیو عملیاتو کې لږ تر لږه ١٠٠  جنگیالي وژل شوي دي


د افغانستان پولی سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ کې تیرو دوه ورځو کې په روانو پوځي عملیا تو کې ١٠٠ جنگیالي وژل شوي دی.
د پاکستان پوځ ویاند میجر مراد خان ډیوه ریډیو ته ویلي دي په وژل شوو کسانو کې گڼ شمېر بهرني جنگیالي دي. پوځي ویاند وویل ٣٢جنگیالي یوازی د جمعی په ورځ وژل شوي دي.
کومو خپل واکو سرچینو د حکومتی ادعاو پخلې نه دی کړی.
دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په پرونيو عملياتو کې پوځ ته هم زیان اوښتې دی او د پوځ یو میجر په گډون څلور عسکر وژل شوي دي.
نن او پرون دباجوړ په لويې سم ، رشکئ اؤ ټانک خطا سيمو کې امنيتي ځواکونو دطالبانو په ضد سخت عمليات کړي وؤ چې په دغو عملياتو کې هيلي کاپټرو، جيټ الوتکو، ټانکونو اؤ توپو هم برخه اخستې وه.
امنيتي ځواکونو دلويې سم واک يو ځل بيا ترلاسه کړى دى.
دڅلورو اوونيو راهسې په باجوړ کې روانو دغو عملياتو کې تراوسه د٧٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG