لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي سیمو او صوبه سرحد عملیاتو کې گڼ شمېر ځواکونه او تندلاري وژل شوي دي


پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د تندلارو پرضد روانو عملیاتو کې یې د پرونه راسې لږ تر لږه ٦٠ جنگیالي وژلي دي.
د پوځ ویاند ویلي ځواکونو یې د پېښور سره نزدې دره ادم خیل کې ٥٠ جنگیالي وژلي او د افغانستان پولې ته نزدې د باجوړ په قبایلي سیمه کې یې لس نور تندلاري وژلي دي.
پل لوري ته دصوبه سرحد په سوات سيمه کې تندلارو په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي چې په دغه بريدونو کې د ٢ؤ عسکرو په گډون ٣ کسان زخمي شوي دي.
ددې ترڅنگ تندلارو دمټې کالج په چاؤديدونکيو موادو سره الوځولى دى.
په چارباغ کې جنگياليو په يوه امنيتي پوسته راکټې وداغلې چې له امله يې ديو صوبيدار په گډون ٢ عسکر ژوبل شول.
سرچينې وايي جنگياليو دسوات دسرښار مينگورې په بيلا بيلو سيمو گل کده ، پانډر اؤ صديق اباد کې هم راکټونه داغلي دي چې له امله يې يو شخص ژوبل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې پرون دسوات په مدين سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته په ځانمرگي بريد کې د ١٢ؤ عسکرو دوژل کيدو راپورونه ورکړل شوي وؤ.
تندلارو په بلو گرام کې دگاز درسد مرکز هم په بمونو الوځولى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG