لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئيس زرداري :  درياست دننه درياست جوړولو واک چاته نۀ ورکوؤ


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي دپاکستان دجغرافيايي حدونو اؤ سلامتۍ څخه به په هر حال کې دفاع کولى شي.
اسلام اباد کې دپاکستان دقبائيلي سيمو په اړه ديوې مهمې غونډې دمشرۍ کولو په ترڅ کې جمهوررئيس زرداري اړونده ادارو ته امر وکړو چې دپاکستان سلامتۍ ته دزيان رسوونکو عناصرو په ضد دې سختې هلې ځلې پيل کړي.
هغۀ وويل وسله غورځونکو جنگيالو سره به خبرې کوؤ خو چاته به دواک چيلنج کولو اجازه ورنۀ کړو.
هغۀ زياته کړه دصوبه سرحد دسوات ضلعې دوضعې په اړه به ډير زر جرگه راوغوښتل شي اؤ حکومت به درياست دننه درياست جوړولو واک چاته هم ورنۀ کړي.
ښاغلي زرداري وويل سوات کې د تندلاريتوب مقابلې لپاره پوليس اؤ دپيرا ملټري ځواکونه نور هم فعال اؤ مضبوطولى شي.
دهغۀ وينا وه جنگيالي دځانگړې سياسي پلان لاندې دخپلو ناوړو فعاليتونو له لارې رياستي قوت ترلاسه کول غواړي.
په دغه غونډه کې دکورنيو چارو لپاره دصدراعظم مشاور رحمان ملک اؤ مرکزي داخله سکتر سيد کمال سوات اؤ قبائيلي سيمو کې دامن وامان دوضعې په هکله جمهوررئيس ته تفصيلي حال احوال تير کړو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG