لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لاهور: مناف کاليا دبدني سزا دپاره ايف ايي اى ته سپارل شوى دى


دپاکستان څخه داربونو ډالرو په غير قانوني ډول بهرنو هيوادونو ته دليږدولو په تور نيول شوى مناف کاليا دلاهور يوې محکمې نن دنهې په ورځ د٦ؤ ورځو دبدني سزا دپاره دمرکز څيړنيزې ادارې ايف ايي اى ته سپارلى دى.
مناف کاليا تيره اوونۍ دايف ايي اى لخوا دسندهـ ايالت دکراچۍ ښار څخه په غير قانوني توگه داربونو ډالرو بهرنو هيوادونو ته دليږدونې په تور نيول شوى ؤ ، چې له هغې وروسته لاهور ته دنوموړي دليږدونې دپاره ايف ايي اى دکراچۍ محکمې ته مراجعه کړې وه اؤ دغه محکمې دمناف کاليا لاهور ته دليږدونې اجازه ورکړې وه.
دنوموړي بل ملگرى جاويد خاناني دوړاندې څخه دايف ايي اى په ولکه کې دى.
دپاکستان ديو ستر ايکسچينج کمپنۍ (خاناني اينډ کاليا) ددواړو مشرانو جاويد خاناني اؤ مناف کاليا پرته دگواجوانوالې سيمې دايکسيچنج کمپنۍ( دنيا انټر پرائز) دوه غړي هم دغير قانوني لارې بهرنو هيوادونو ته دډالرو ليږدونې په تور کې نيول شوي دي.
دکورنيو چارو دپاره دپاکستان دصدراعظم صلاح کار رحمان ملک وايي دايف ايي اى دجرمونو معلومولو څانگې دڅو ويب پاڼو په مرسته په غير قانوني توگه بهرنو هيوادونو ته دليږدونې درک معلوم کړى دى.
درحمان ملک دوينا له مخې تر دې دمه دغه ډلې د٣٩ اربه روپو غير قانوني کاروبار کړى دى اؤ دترلاسه شوؤ شهادتونو څخه ددې معلومولو هڅه کولى شي چې په دغه کاروبار کې نور کوم خلک ککړ دي.
دپاکستاني چارواکو وينا ده دپاکستان څخه په غير قانوني توگه دپنگو بهرنو هيوادونو ته دليږدولو له امله دپاکستان په مالي ستونزو کې زياتوالى راغلى دى خو ولې نيول شوي مناف کاليا ويلي دي هغه په غير قانوني توگه دډالرو په ليږدونه کې لاس نۀ لري

XS
SM
MD
LG