لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

واشنگټن پوسټ : اوباما به د بن لادن هڅې تنده وي


د امریکا وتلي ورځپانړی واشنگټن پوسټ یو رپوټ وایي د امریکا نوی منتخب شوی جمهوررئیس براک اوباما په افغانستان کې د جگړې لپاره په سیمه ایزه هلو ځلو غور کوي چې پکې ایران سره خبرې هم شاملې دي. واشنگټن پوسټ ورځپانړه د ښاغلي اوباما د قامي سلامتیا لپاره د یو مشاور د خولې چې نوم یې نه دې ښودل شوې وایي اوباما غواړي افغانستان ته نور په زرگونو عسکر ولیږي. ورځپانړه زیاتوي اوباما پلان لري چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن چې د یولسم سپټیمبر بریدونو تور پر سر لري د نیولو هڅې نور هم تندې کړي. واشنگټن پوسټ د ښاغلي اوباما د قامي سلامتیا د یو مشاور د خولې وایي اسامه د امریکا دښمن دې او د امریکا اولنې هدف دی. ښاغلي اوباما ژمنه کړې ده چې عراق کې به جگړه ختموي او افغانستان کې به القاعدې او طالبانو ته ماتې ورکوي.

XS
SM
MD
LG