لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:داړي گړي اؤ ډزو پيښو کې ١٥ کسان وژل شوي دي


دپاکستان دسندهـ ايالت د سرښار کراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې داړي گړي اؤ ډزو پيښې رامينځته شوي دي چې پکې تراوسه لږ ترلږه ١٥ کسان وژل شوي اؤ د٩٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
نامعلومو کسانو دښار بيلا بيلو سيمو کې ١٨ؤ گاډو، دريوؤ موټر سائيکلونو ،٦ؤ دوکانونو اؤ يو گودام ته اور اچولى دى.
دپاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني کراچۍ کې دگډي وډي ددغه پيښوغندنه کړې ده اؤ په سمدستي توگه يې راپور غوښتى دى
صدراعظم داولس ځان ومال دژغورنې لپاره دزړۀ پورې گامونو اخستو امر هم کړى دى.
دپوليسو له مخې داړي گړي پيښې دبنارس سيمې څخه پيل شوي چرته چې نامعلومو کسانو ډزې پيل کړې اؤ کاڼي يې وورول چې له امله يې درې کسان مختار، محمدعلي اؤ مطيع الله مړۀ اؤ ديوې ښځې په گډون ٥٤ کسان ژوبل شول.
مړۀ اؤ ژوبل کسان داورنگي ټاؤن قطر روغتون ته رسول شوي دي.
ددغه روغتون مشر وايي ژوبل شوؤ کې ١٥ کسان په گولو لگيدلي وؤ اؤ نور کسان په کاڼو ژوبل شوي وؤ.
بنارس چوک کې داړي گړي وروسته دښار بيلا بيلو سيمو کې حالات تاؤژن شول اؤ دډزو لړۍ پيل شوه اؤ نامعلومو کسانو اورنگي ټاؤن، قصبه کالوني، سهراب گوټهـ، ابوالحسن اصفهاني روډ، ناگن چورنگي، شادمان ټاؤن، واټرپمپ، پاک کالوني،داؤدچورنگي اؤ کورنگي کې دهوايي ډزو کولو په ترڅ کې دوکانونه اؤ کاروباري مرکزونه تړلي دي.
په شاهراه نورجهان کې دپهاړگنج سيمې سره نزدې په ډزو ٣٥ کلن بابرشاه ووژل شو اؤ بلديه ټاؤن، قصبه موړ، پيراباد اؤ اورنگي ټاؤن کې هم دنامعلومو کسانو په ډزو ١٥ کسان ژوبل شول.
وسله والو کسانو په ابوالحسن اصفهاني روډ ټائرونه وسوځل اؤ په شادمان ټاؤن کې هم ٥ؤ گاډو ته اور واچول شو.
ناظم اباد سره نزدې نامعلومو کسانو داورگاډي پاټلو سره نزدې په کټ کې اودو کسانو باندې ډزې پيل کړې چې له امله يې دوه کسان ووژل شول اؤ دچاړو په وارونو ١٠ کسان ژوبل شول. سرجاني ټاؤن اؤ نشترپارک سيمو کې هم وسله والو کسانو دوه تنه وژلي دي.
درساله تاڼې سره نزدې پر ايم اى جناح روډ اؤ بولټن مارکيټ کې داقبال کلاتهـ مارکيټ څوکيدار اؤ يو بل تن نامعلومو کسانو ووژل.
دپوليسو له مخې وسله والو په ډزو سره گلشن اقبال سيمه کې ٤٥ کلن رسول خان ووژلو.
پوليسو گڼ شمير کسان داړي گړي په پيښو کې دلاس لرنې په تور نيولي دي.
همدغه راز دسندهـ حکومت کراچۍ کې د شرخوښو ليدلو سره سم دهغوي دويشتلو امر کړى دى خو تراوسه داسې کوم اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي چې گنې کوم شرخوښى دامنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوى وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG