لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ايي خان :بمي چاؤدنه کې پنځه کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په جنوبي سيمه ډيره اسماعيل خان کې ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي اؤ ٧ ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه نن دگل په ورځ کچه غرمه دټاون هال په څلور لاري کې شوې ده.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا گيلاني اؤ دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک دچاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي ترهه گر غواړي په دغسې ناوړه کارونو سره هيواد دبې ثباتۍ ښکار کړي.
دپوليس سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي بم په يو سائيکل کې ايښودل شوى ؤ چې دريموټ کنټرول له لارې چؤل شوى دى.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو وينا ده په دغه پيښه کې ٥ کلو وزني بم کارول شوى دى.
دعيني شاهدانو له مخې چرته چې دغه پيښه رامينځته شوې ده ، دهاغه ځايې څخه څو دقيقې دمخه دقامي اسمبلۍ غړى خليفه عبدالرشيد پخپل گاډي کې تير شوى ؤ.
عيني شاهدان وايي چاؤدنه دجينکو ديو طبي کالج (گورنمنټ ميډيکل گرلز کالج) دهاسټل څخه بهر ټاؤن هال چوک کې شوې ده چې پکې دکالج يو بس هم تباه شوى دى، خو په دغه بس کې هيڅوک ناست نۀ وؤ.
چارواکو دپيښې پلټنې پيل کړي دي اؤ ويل کيږي دژوبلو کسانو دجملې څخه هم دځينو حالت مرگونى دى.
په ډيره اسماعيل خان کې دترسره شوې دغه بمي چاؤدنې څخه وروسته امنيتي گامونه نور هم سخت کړل شوي دي اؤامنيتي ادارو ځايې پځايې دشکمنو کسانو لټون پيل کړى دى.
دصوبه سرحد دډيره اسماعيل خان سيمې په شمال لويديز کې جنوبي وزيرستان قبائيلي سيمه پرته ده چې دغلته دتندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه راپديخوا ډيره اسماعيل خان سيمه کې اکثره وخت دغه رقم بمي چاؤدنې اؤ ځانمرگي بريدونه کيږي چې له امله يې تر دې مهاله په شلگونو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG