لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو د بې نظیر بوټو د وژنې د پلټنو لپاره د کمیشن اعلان کړی


افغانستان څخه له ليدنې وروسته دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون په اسلام اباد کې د پاکستان جمهوررئیس اصف زرداري او صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره لیدل کتل کړي دي.
د پاکستان حکومتی ټیلي ویژن وایي چې ملگرو ملتونو (م م و) د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو د وژنې په لړ کې د پلټنو لپاره د کمیشن اعلان کړی دی.
دا اعلان اسلام اباد ته د م م و د عمومي سیکتر د سفر په وخت شوی دی.
ښاغلي بانکی مون یوسف رضا گیلاني سره په گډ مطبوعاتی کانفرنس ته په وینا کې ویلی چې بلوچستان کې دملگرو ملتونو دکډوالو د ادارې (يو اين ايچ سي ار) سيمه ايزامريکايي نژاد مشر جان سلواکي په تښتونه اؤ دهغه پاکستانى ډرائيور په وژل کیدو د خفگان ښودنه کړی ده.
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي د ملگرو ملتونو سکتر سره یې پاکستان قبایلي سیمو کې د امریکایي بې پائیلټه الوتک لخوا د میزایلي بریدونو په اړه هم خبرې اترې کړی دي.
اؤ دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دنوموړي دسفر په هکله جاري کړې يوه اعلاميه کې وايي پاکستان دښاغلي بانکي مون دپاکستان سفر ته دبې کچه ارزښت په نظر گوري اؤ دا گڼي چې دنوموړي په دې سفر کې به دواړو خواؤ ته په سيمه ييزو اؤ نړيوالو چارو دخبرو اترو کولو غوره موقع په لاس ورشي.
دملگرو ملتونو دسرمنشي په توگه له ټاکل کيدو وروسته پاکستان ته دا دښاغلي مون لومړى سفر دى.
دملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکې مون په افغانستان کې ویلي سږ کال به افغانستان دملګرو ملتونو دپاره اوليت ولري
افغان جمهوررئيس حامد کرزي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال بانکي مون وويل کابل ته دهغه د سفر مقصد افغان اولس سره دکلکې ژمنې اؤ ملاتړ څرگندونه کول دي.
هغۀ وويل غواړي افغاني اولس دامنيت اؤ ډيموکراسۍ دثمرې څخه مستفيد وويني.
له دې وړاندې په افغانستان کې دملگرو ملتونو مشن په يو بيان کې ويلي وؤ افغانستان ته دملگرو ملتونو دعمومي سکتر دسفر موخه دملگرو ملتونو دسيوري لاندې دروانو پروژو اوليت معلومول دي.
په بيانيه کې زياته کړل شوې ده هغه به په افغانستان کې دبشري حقونو دوضعيت اؤ دملگرو ملتونو لخوا دافغان حکومت سره دکيدونکو مرستو جائزه اخلي.
دملگرو ملتونوعمومي سرمنشي بانکي مون له دې وړاندې په کال ٢٠٠٧م کې دافغانستان سفر کړى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG