لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هنگو اؤ ډيره اسماعيل خان کې پنځه کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په جنوبي سيمو هنگو اؤ ډيره اسماعيل خان کې په دوؤ بيلا بيلو پيښو کې ٥ کسان وژل شوي دي.
په ډيره اسماعيل خان سيمه کې نامعلومو وسله والونن دخالي په ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي دمحکمې په يو مامور محمد شريف اؤ دهغه په ښځه ډزې وکړې اؤ وې وژل.
دپوليسو سيمه ييز مشر احسان الله وايي دغه يوه دهدف وژنه وه خو هغه په ډاگه نۀ کړه چې دوژنې تر شا دچا لاس ؤ.
معلومه شوې ده محمد شريف شيعه مسلک سره تعلق تړاؤ لرلو اؤ په دغه سيمه کې اکثره وخت دشيعه اؤ سُنى مسلمانانو ترمينځ دفرقه ييزو اختلافاتو په اساس نښتې رامينځته کيږي.
په ٢٠مه فرورۍ هم په ډيره اسماعيل خان کې دشيعه مسلمانانو دجنازې په مراسموديو بريد له امله لږ ترلږه ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.
بل لوري ته دجنوبي سيمې هنگو څخه ددريوؤ کسانو مړي موندل شوي دي.
دوژل شوؤ دغو دريواړو کسانو نومونه زرمت، عابد اؤ شيرافضل ښودل شوي.
دغه دريواړه کسان يوه اوونۍ دمخه نامعلومو وسله والو دسيمې څخه تښتولي وؤاؤ بيگاه يې په سرومالو کنډاؤ سيمه کې مړي وموندل شول.
سرچينې وايي دغه دريواړه وژل شوي کسان ځايې اوسيدونکي دي چې پکې شيرافضل يو وتلى جرگه مار ؤ اؤ زرمت اؤ عابد ديوې غيردولتي موسيسې سره کار کولو.

XS
SM
MD
LG