لاهور کې دپيپلز گوند دپنجاب دپارلماني پارټۍ غونډې ته د پاکستان جمهوررئیس اصف علې زرداري وويل په پنجاب کېمسلم ليگ(ن) ته داعلي وزارت ورکولو پريکړه دملي جوړجاړي په اساس شوې ده اؤ اوس د(ن) ليگ خوښه ده چې پيپلز گوند سره ملگرتيا کوي که نه .
دهغه وينا وه دشريف وروڼو دوړتيا په دوسيه کې يې نۀ وړاندې دسترې محکمې قاضيان دفشار لاندې نيولي وؤ اؤ نۀ به يې اوس ونيسي.
ښاغلي زرداري زياته کړه پيپلز گوند يو جمهوري سوچ لري اؤ ټولې چارې په جمهوري توگه هواروي.
بل لوري ته نن داتوار په ورځ دمليزيا دډيپلوماټ احمدشيزان سره په ليدنه کې دمسلم ليگ(ن) مشر اؤ پخواني صدراعظم نواز شريف ويلي دي هغه دجمهوررئيس اصف علي زرداري لخوا دجوړجاړي دتگلارې هرکلى کوي.
نوموړي وويل دسياسي گوندونو ترمينځه دجوړجاړي سره به جمهوريت وده ومومي.
دنوموړي وينا وه کۀ چرې دجمهوريت په تړون عمل کيږي نو هغه به دجمهوررئيس زرداري په لوري دملگرتيا لاس وروغځوي.
نواز شريف وويل دعدليې دبيرته پځايې کولو سره خپل لمړى منزل ترلاسه کړى اؤ اوس دنورو ادارودپياوړتيا دپاره هڅې کوي.
دجمهوررئيس اصف علي زرداري لخوا دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف په دوره کېدلرې کړل شوؤ قاضيانو دبيرته پځايې کولو،دنواز شريف اؤ شهباز شريف دنۀ وړتيا په پريکړه سترې محکمې ته دبيا نظر کولو دخواست اؤ دپنجاب څخه دگورنر راج دختمولو دوړانديز باوجود تر دې مهاله مسلم ليگ(ن) په غوڅ ډول خپل دريځ نۀ دى څرگند کړى چې دحکومت سره به بيرته ملگرتيا پيل کړي اؤ که نه ؟