دامريکا جمهوررئيس باراک اوباما دناټو په هيوادونو غږ کړى دى چې دطالبانو اؤ تندلارو دنوغي ويستلو لپاره بايد پاکستان سره نورې زياتې مرستې هم وکړي.
جرمني کې دناټو دغړو هيوادونو دغونډې په مهال دجرمني دچانسلرې انجيلا مرکيل سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي اوباما وويل ترڅو چې دافغانستان دپولې پورې غاړې يعنې دپاکستن په قبائيلي سيمو کې دتندلارو اؤ ترهه گرو مخه نۀ وي نيول شوي تر هغې په افغانستان کې گټه لاس ته راوړل گران دي.
دجمهوررئيس وينا وه هغه نۀ گڼي چې دناټو ځواکونه به دپاکستان په خاوره کې عمليات وکړي.
جمهوررئيس اوباما وويل په افغانستان کې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه دپاکستان دمرستې څخه پرته گټل شونې نۀ ده.
هغۀ وويل دپاکستان دپرمختيا دپاره به هر رقم مرستې کولى شي.
دبراک اوباما وينا وه دا مهال دامريکا څخه زيات اروپا دالقاعده دبريدونو دگواښ سره مخ ده اؤ دناټو هيوادونو ته پکار ده چې دافغانستان په جنگي تگلاره کې دامريکا انډيوالان اووسي.
امريکايي جمهوررئيس براک اوباما دوه اوونۍ دمخه دافغانستان دپاره دخپلې تگلارې څرگندولو په ترڅ کې اعلان کړى ؤ چې افغانستان ته به نور پوځيان هم ورليږي اؤ ددغه هيواددملي اردو به پخپلو پښو اودروي.
1