د پاکستان صوبه سرحد سرښار پيښور په هزارخوانۍ سيمه کې ائتلافي ځواکونو ته دسامان وړونکو گاډو په اډه وسله والو طالبانو بريد کړى چې له امله يې لږ ترلږه ١٣ کنټينرونه تباه شوي اؤ ٤ ساتونکي ژوبل شوي دي.
دپيښور هزارخوانۍ سيمه کې وسله والو طالبانو افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونو ته دسامان وړونکو گاډو په اډه په لاسي بمونو سره بريد وکړو.
ددغه بريد له امله په کنټينرونو اور ولگيدلو اؤ شاوخوا ولاړو نورو کنټينرو پورې هم ورخور شو.
دبريد په مهال وسله والو طالبانو په درنو وسلو سره داډې په ساتونکو ډزې هم وکړې چې له امله يې ٤ ساتونکي ټپيان شول.
دامنيتي ځواکونوپه ځوابي عملياتو تندلاري وتښتيدل.
له دې وړاندې هم څو څو کرته دپيښور په رينگ روډ ناټو ته دسامان وړونکو ټرکونو په اډو تندروه وسله والو دغه رقم بريدونه کړي دي چې له امله يې په سوونو کنټينرونه سوځيدلي دي.
دصوبه سرحد حکومت اؤ انتظاميې په رينگ روډدناټو دکنټينرونو اډې غيرقانوني گرځولي اؤ دهغې دتړلو امر يې کړى دى.
خواوس هم په دغه سيمه کې دناټو گڼ شمير اډې فعاليت لري چې هيڅ رقم امنيت ورته نۀ دى نيول شوى.
دپيښور پوليس وايي ددغو کنټينرونو ساتنه دهغوي نۀ بلکې دشخصي امنيتي ادارو مسؤليت دى.
1