لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:ستر ليکوال پريشان خټک پحق رسيدلى دى


دپښتو ژبې ستر شاعر، محقق اؤ ليکوال پريشان خټک نن دزيارت په ورځ د٧٩ؤکلونو په عمر کې دزړۀ دحرکت بنديدو له امله پحق رسيدلى دى.
ښاغلى پريشان خټک په ١٩٣٠ء کې دصوبه سرحد په غونډي ميره خانخيل کرک سيمه کې زيږيدلى ؤاؤ دشاعرۍ دوه مجموعې” تڼاکې“ اؤ ”دوه ملالې سترگې“ يې چاپ شوي دي.
ارواښاد ديو ښۀ شاعر ترڅنگ يو ځيرک محقق هم ؤ اؤ دپښتو کلاسيکي ادب په شاعرانو ځانگړي ډول خوشحال خان خټک باندې يې زړۀ پورې تحقيق کړى ؤ اؤ دهغه کلام يې هم په نورو ژبو ژباړلى ؤ.
ښاغلي خټک دپښتو اکادمۍ درئيس په توگه په سوونو کتابونو علمي اؤ تحقيقي مقدمې يا سرليکونه هم کښلي وؤ.
پريشان خټک دادب ترڅنگ دتعليم په مد کې هم يوه روښانه نامه لرله اؤ دپيښور دپښتو اکادمۍ رئيس ، دپښتو څانگې رئيس ، دپاکستان د پوهنتونونو دپنگو رئيس ، دپاکستان ادبياتو داکادمۍ رئيس ، دگومل پوهنتون وائس چانسلراؤ په گڼو نورو څوکيو خپل خدمات ترسره کړي وؤ.
ټاکل شوې ده دنوموړي جنازه دخالي په ورځ دپيښور په حيات اباد سيمه کې سحر ١١ بجې ادا کيږي اؤ وروستو هم په پيښور کې خاورو ته سپارل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG