لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاس اينجلس ټائمز :امريکا به پاکستاني پوځ ته تربيه اؤعصري الات ورکوي


د پاکستان اؤ امريکا ترمينځ دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دطالبانو دفعاليتونو دمخنيوي لپاره پاکستاني پوځ ته دروزنې اؤ عصري وسلو ورکولو تړون ترسره شوى دى.
دامريکايي ورځپاڼې لاس اينجلس ټائمز په راپور کې ويل شوي دي دترسره شوي تړون له مخې به پاکستاني پوځ ته تربيه دپاکستان څخه بهر ورکول کيږي اؤ تر دې مهاله دتربيې غوڅ مهال ويش اؤ دځايې ټاکنه نۀ ده شوې.
ورځپاڼه ليکي امريکا پاکستان ته دترهگرۍ په ضد گټورو گامونو اخستو کې دمرستې ورکولو پريکړه هم کړې ده چې دهغې له مخې به پاکستاني پوځ ته دترهه گرو دچقولو لپاره عصري الات ورکول کيږي.
ورځپاڼه وايي په دغه الاتو کې هيلي کاپټرې ، په تيارۀ کې دليدلو الې اؤ وړې وسلې شاملې دي.
دراپور له مخې دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس امريکايي ټي وي سي اين اين ته په مرکه کې ويلي وؤ قبائيلي سيمو کې دعملياتو دپاره دپاکستان پوځ عصري الاتو ته اړتيا لري.
دامريکايي پوځ دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن هم پاکستان ته دخپل اوسني سفر په مهال په پاکستان غږ کړى ؤ چې دتندلارو په ضد کوټلي گامونه واخلي.
ښاغلي مولن په دغه سفر کې دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد سره ليدلي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG