لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني :په سوات کې گوريلا جنگ روان دى


د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني تندلارو سره دڅه رقم خبرو اترو احتمال رد کړى دى اؤ ويلي يې دي دا وخت دخبرو اترو نۀ بلکې دغوڅې پريکړې دى.
په لاهور کې ميډيا سره د خبرو په مهال گيلاني وويل دسوات عمليات به ډير زر سرته ورسيږي خو ترهه گر په هر حال کې له مينځه وړلى شي.
هغه وويل په هيواد کې به دقانون اؤ ائين سرلوړي يقيني کوؤ.
صدراعظم وويل مونږ دهاغو خلکو سره جنگيږو څوک چې په پټه وار کوي.
هغه وول دپاکستان پوځيان په قبائيلي او نورو ناقراره سيمو کې دتندلارو په ضد مهم عمليات کوي ځکه چې دا وخت ترهه ګرو سره دخبرو اترو نۀ دى.
هغه وويل دسوات جنګ روايتي نۀ بلکې ګوريلا جګړه ده.
ښاغلي گيلاني وويل قبائيلو دهيواد څخه دفاع وکړه او قربانۍ ورکړې
ښاغلي گيلاني قبائيل دوطن سره مينه کوونکي وبلل.
صدراعظم وويل حکومت به دهيواد څخه دترهه گرۍ دجرړو ويستلو څخه وروستو دارام ساه اخلي.
بل لوري ته په کراچۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال صدراعظم ويلي دي سوات کې دتندلارو په ضد عمليات په کاميابۍ سره دوام لري او دتندلارو ددوهمې اؤ دريمې درجې مشران وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG