لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکيري لوگربل د سپيناوي بيان پاکستان ته سپارل شوى دى


امريکا دپاکستان دمرستو لپاره دکيري لوگر بل په اړه دپاکستان دسياسي گوندونو ، پوځ او اولسي خواؤ له لوري دراپورته کړل شوؤ انديښنو په ځواب کې دامريکايي کانگريس له لوري تيار کړل شوى تفصيلي دسپيناوي راپور پاکستان ته سپارلى دى.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه راپور ډاډمند گڼلى او هيله يې ښکاره کړې ده چې اوس به دکيري لوگر بل په هکله دټولو خواؤ انديښنې له مينځه لاړې شي.
په واشنگټن کې مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې شاه محمود قريشي وويل امريکايي سينيټ چې پاکستان ته ديونيم ارب روپو دکليزې مرستو ورکولو کوم قانون منظور کړى ؤ دهغې په ځينو مادو دپاکستان دننه نيوکې کيدلې.
هغه وويل دغه نيوکې دامريکا لخوا دپاکستان دامنيتي ادارو په چارو کې دلاسوهنې او دملکي خپلواکۍ په ضد دگامونو په بابله وې.
دشاه محمود قريشي وينا وه امريکايي چارواکو اوس دسپيناوي پخپل بيان کې په ښکاره ډول ددغه هر څه ترديد کړى دى.
ښاغلي قريشي وويل ددغه بل په اړه دسپيناوي راپور باندې دبل ترتيبونکو سناتور جان کيري او هاورډ برمن لاسليکونه کړي او له هغې وروستو پاکستان ته سپارل شوى دى چې اوس به هم ددغه بل سره مربوط کولى شي.
دبهرنيو چارو وزير وويل په راپور کې باور ورکړل شوى دى چې امريکا به دپاکستان دملي سلامتۍ په ضد گامونه نۀ اخلي او نۀ به هم دامنيتي ادارو په چارو کې لاس وهنه کوي.
شاه محمود قريشي دغه راپور يو ستر برياليتوب وگرځولو او وې ويل پاکستان ته په رسيدلو به هغه سياسي او پوځي مشران پ واشنگټن کې دترسره شوي دغه پرمختگ څخه خبر کړي.
دنوموړي وينا وه باور لري چې دامريکايي سپيناوي څخه وروستو به ددغه بل په اړه رامينځته شوې انديښنې رفع شي.
هغه دا هم وويل چې سناتور جان کيري په ١٨م اکتوبر دپاکستان سفر کوي او هغه به پخپل دغه سفر کې دکيري لوگر بل په اړه دسياسي او صحافتي خواؤ لخوا راپورته شوې انديښنې ختموي.
هغه وويل دجان کيري څخه وروستو دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن هم دپاکستان دسفر کولو اراده لري.
دنوموړي په وينا ميرمن کلنټن به پخپل دغه سفر کې په پاکستان کې دانرژۍ درامينځته شوي کړکيچ دهواري دپاره دامريکايي مرستو جاج اخلي.
هغه وويل امريکا پاکستان ته په ډاگه کړې ده چې ورسره داوږدې مودې اړيکو ته ليواله ده او ددواړو هيوادونو اړيکې په افغانستان کې دامريکايي گټو څخه هم بالا دي.

XS
SM
MD
LG