لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي


د پاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور سره نزدې په متنو سيمه کې دڅاروؤ ديوې لويې منډۍ سره نزدې په شوي ځانمرگي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي او شاوخوا ٣٦ ژوبل شوي دي.
په وژل شوؤ کې ځايې ناظم عبدالمالک هم شامل دى .
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون رسول شوي دي خو سرچينې وايي دغلته هم دزياترو حالت مرگونى دى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دضلعي انتظاميې مشر صاحبزاده انيس خبريالانو ته ويلي دي داتوار په ورځ سحر ٩ بجې يو ځانمرگي تن دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى هاغه مهال وچاؤدولو کله چې ناظم عبدالمالک دخپل ميلمستون څخه بهر ديو شمير ميلمنو سره ولاړ وؤ.
دپيښور په ليډي ريډنگ روغتون کې يو ډاکټر مسلم خان خبريالانو ته ويلي دي په دغه پيښه کې ١٢ کسان وژل شوي او ٣٦ نور ژوبل شوي دي.
دروغتون دسرچينو له مخې په وژل شوؤ کې دوه ماشومان هم شامل دي.
دعيني شاهدانو وينا ده ددغه ځانمرگي بريد په وخت په لسگونو کسان دڅاروؤ په منډۍ کې دلويې اختر دقربانۍ لپاره دڅاروؤ په اخستو او خرڅولو کې بوخت وؤ.
ددغه چاؤدنې له امله نزدې گاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
بايد وويل شي عبدالمالک په تير وخت کې دطالبانو دغورځنگ سره ملگرى پاتې شوى ؤ خو په کال ٢٠٠٨ء م کې هغه دطالبانو دغورځنگ څخه بيل شو او په سيمه کې يې دطالبانو دمخ په زياتيدونکو فعاليتونو ختمولو لپاره يو لښکر وويستلو.
په هغه له دې وړاندې هم دتندلارو لخوا وژونکي بريدونه شوي وؤ خو نوموړى دغه بريدونو څخه ژوندى وتلى ؤ.
او ددغو ټولو بريدونو پړه په خيبرايجنسۍ او دره ادم خيلو کې په موجود تندلارو اچول شوې وه خو داتوار په ورځ په متنو کې دترسره شوي دغه ځانمرگي بريد مسؤليت تر دې دمه کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.
داکتوبر په نيمايي کې جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو څخه راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دځانمرگي بريدونو او دترهه گرۍ نورې دغه رقم پيښو کې چټکتيا راغلې ده.
تيره مياشت دپيښور په مصروف مينه بازار کې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ چې پکې گڼه شميره دښځو او ماشومانو وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG