لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: اسام کې دبمي چاؤدنو له امله شپږ کسان وژل شوي دي


د هند په اسام رياست کې پرله پسې دوه بمي چاؤدنې شوي چې پکې شپږ کسان وژل شوي او د40ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې لمړۍ چاؤدنه دهند داسام رياست په نالباړي سيمه کې دپوليسو دټانې څخه بهر په موټر سائيکل دنصب شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله شوې ده.
پوليس وايي ددغه چاؤدنې څخه لږه شيبه پس په نزدې يو بازار کې بله چاؤدنه هم وشوه.
پوليسو ددغو چاؤدنو مسؤليت داسام دبيلتون خوښو ديو والي محاذ يا الفا نومې تندلارې ډلې باندې اچولى دى خو دځايې تندلارو يو وياند ددغو چاؤدنو دمسؤليت قبلولو څخه انکار کړى دى.
دغه چاؤدنې وروستو له هغې رامينځته شوې کله چې نوي ډلي اعلان وکړو چې حکومت به تندلارو سره دخبرو اترو او ياغيتوب ختمولوپه غرض دياغيانو مشرانو ته خوندي لاره ورکوي.
الفا په کال 1990 کې په هندي ځواکونو بريدونه پيل کړي وؤ چې تر دې دمه روان دي او هم په دغه کال هند دغه تنظيم ترهه گر بللى ؤ.
دوه اوونۍ دمخه دبنگله ديش څخه دالفاء دوه مهم مشران شيشدهر چوهدري او چترون هزاريکا نيول شوي وؤ.
دروان کال داپريل په مياشت کې هم په اسام کې دوه بمي چاؤدنې ترسره شوې وې چې پکې ٧ کسان وژل شوي او خواؤشا ٥٠ ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG