لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي ميډيا: اوباما انتظاميه دزرداري دواکمنۍ په کمزوري کيدو انديښمنه ده


امريکا کې دبراک اوباما انتظاميه د پاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري د واکمنۍ دپياوړتيا په کميدلو پريشانه ده.
دامريکا ورځپاڼې واشنگټن پوسټ پخپل راپور کې ويلي دي دزرداري سياسي کمزورۍ دامريکا او پاکستان داړيکو لپاره اضافي خطره ده.
اوباما انتظاميه باور لري چې دزرداري واکمني دکمزورۍ په لوري روانه ده او کۀ چرې هغه پخپلې څوکۍ محفوظولو کې بريالى شو نو بيا به هم يواځې دنوم جمهوررئيس وي.
راپور وايي دپاکستان پوځ زرداري نۀ خوښوي او هغه داپوزيسيون او دخپل گوند دوزيراعظم له لوري هم دچيلنجونو سره مخ دى.
داين ار او قانون هم په ٢٨م نومبر ختم شوىاو جمهوررئيس زرداري ته دبدعنوانۍ دتورونوترڅنگ دحکومت دبرطرفۍ او اعلي پوځي مشرانو دگمارنې داختياراتو څخه دمحرومۍ چيلنجونه هم پيښ دي.
واشنگټن پوسټ دجمهوررئيس زرداري لخوا دقومي کمانډ کونسل مشري وزيراعظم ته سپارل يوه لويه پيښه او دجمهوررئيس زرداري کمزوري گرځولې ده.
دغه عمل ديو طاقتور جمهوررئيس په توگه دزرداري دپاتې کيدو په هکله شکونه پيدا کړي دي.
دورځپاڼې له مخې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما په روانه مياشت کې دجمهوررئيس زرداري په نوم خط کې پاکستان ته دستراتيژيکې ملگرتيا دپراخولو وړانديز کړى دى چې پکې داضافي پوځي او اقتصادي مرستې په شمول په پاک وهندکړکيچ کې دکمي هڅې هم شاملې دي.
په دغه ليک کې ويل شوي وؤ امريکا به په افغانستان کې پوځي او اقتصادي هڅو کې زياتوالى راولي او دافغانستان څخه دسمدستي وتلو هيڅ اراده نۀ لري.
يو لوړپوړي امريکايي چارواکي ويلي دي امريکا دپاکستان دمرستې کولو څخه پرته نۀ شي بريالۍ کيدلى او کۀ چرې امريکا بريالۍ نۀ شي نو پاکستان به هم په خطرو کې پريوځي.
جمهوررئيس اوباما په دغه ليک کې دټولو تندلارو ډلو په ضد دنزدې يووالي په ضرورت ټينگار کړى دى او دالقاعده افغان طالبانو، حقاني ، لشکر طيبه او پاکستاني طالبانو نومونه يې اخستي دي.
په ليک کې ويل شوي دي ددغو ډلو څخه دهر يو سره اوس دپاکستان اړيکې نورې له پامه نۀ شي غورځول کيدلى.
ورځپاڼه ليکي دامريکا دقومي سلامتۍ مشير جيمز جونز پاکستان ته داوسني سفر په مهال حکومتي او پوځي مشرانو سره په ليدنو کې ډاگيز پيغام ورکړى دى .
ورځپاڼه وايي په افغانستان کې دثبات لپاره پاکستان ته دگڼ شمير گامونو اخستو ضرورت دى او کۀ چرې پاکستان دغسې ونۀ کړي نو امريکا دپاکستان په سرحدي سيمو کې دتندلارو دله مينځه وړلو لپاره په هرې طريقې کارولو مجبوريدلى شي.
همدغه راز دامريکا يوې بلې سترې ورځپاڼې نيويارک ټائمز هم پخپل راپور کې ويلي دي دجمهوررئيس زرداري کمزورۍ په افغانستان کې پيښې ستونزې نورې هم پيچلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG