د پاکستان پايتخت اسلام اباد په E-8 سيکټر کې دپاکستان دسمندري ځواکونو ددفتر په دنننۍ دروازه ځانمرگي بريد کې يو عسکر وژل شوى او د٦ؤ عسکرو په گډون ١١ کسان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه دومره زورداروه چې غږ يې تر لرې لرې واوريدل شو او له امله يې دنزدې کورونو او گاډو شيشې ماتې شوې.
دپاکستان دسمندري ځواکونو وياند کيپټن مبين باجوه ميډيا سره په خبرو کې وويل چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى او د٦ؤ عسکرو په گډون ١١ کسان ژوبل شوي دي.
وياند وويل ددغه پيښې به گډې پلټنې کولى شي.
اسلام ابادچيف کمشنر فضل اصغر خبريالانو ته ويلي دي دچارشنبې په ورح غرمه مهال يواتلس کلن ځانمرگي چې تور کوټ يې اچولى ؤ دپاکستان دسمندري ځواکونو دفتر ته ددننه ورتللو هڅه کوله او کله چې په دروازه ولاړو امنيتي عسکرو دهغه مخه ونيوله نو ځانمرگي په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
هغه وويل په دغه ځانمرگي بريد کې يو عسکر اشرف په موقع ساه ورکړې ده او دوه عسکر نور ژوبل شوي دي.
ددسيمې دپوليسومشرياډي ايي جي بن يامين له مخې بريد کوونکى پيدل ؤ او پوځي دريشي يې اغوستې وه.
دبريد څخه وروستو امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.
بايد وويل شي لۀ دې وړاندې د پلازمينې اسلام ابادسره په پيوست پينډۍ سيمه کې دپاکستاني پوځ په مرکزيا جي ايچ کيوهم دغه رقم ترهگريزبريد ترسره کړل شوى ؤ چې پکې تر١٥ؤ زيات پوځيان وژل شوي وؤ اؤپه نزدې ورځوکې په اسلام ابادکې دپوځ يوشميرافسرانوباندې هم ترهگريزبريدونه ترسره شوي دي.
دپايتخت اسلام اباد په گډون دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې داړي گړي پيښو او ځانمرگي بريدونو کې چټکتيا وروستو له هغې راغله چې پوځ داکتوبر په مياشت کې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړل.