لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دافغان تگلارې هراړخ دې په دقت سره وڅيړل شي


پاکستان وايي دافغانستان په بابله دنوې ستراتيژۍ دټولو اړخونو جاج اخستل ضروري دي او بايد امريکا مونږ ته باور راکړي چې دنوې افغان تگلارې له امله به په پاکستان بدې اغيزې نۀ کيږي.
دامريکايي جمهوررئيس لخوا دافغانستان دپاره دنوې تگلارې اعلانولو وروستو دنهې په ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياند عبدالباسط پخپل يو بيان کې وويل په نوې افغان تگلاره دعمل کولو دپاره اړينه ده چې ددغې تگلارې هر اړخ په دقت سره وڅيړل شي.
هغه وويل پاکستان افغانستان کې په امريکايي تگلاره دپوهيدو او په هغې عمل کولو دپاره امريکا سره جوښتو رابطو ته ليواله ده.
دبهرنيو چارو ددفتر وياند وويل دشريکو گټو دپاره ضروري ده چې پاکستان او امريکا خپلو کې نزدې اړيکې ولري.
دهغه په بيان کې راغلي چې چې دسيمې څخه دترهه گرۍ دنوغي ويستلو دپاره پاکستان هوډ من دى او په افغانستان کې به دامن دټينگښت په اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بايد وويل شي دنهې په ورځ دامريکا جمهوررئيس براک اوباما افغانستان دپاره دنوې ستراتيژۍ داعلانولو په ترڅ کې اعلان وکړو چې دغه هيواد ته به نور ٣٠ زره امريکايي پوځيان ليږي او په دغه مهال هغه په ډاگه کړه چې په پاکستان کې دالقاعده خوندي ځالې امريکا دپاره دزغم وړ نۀ دي.
براک حسين اوباما ويلي وؤ القاعده دپاکستان داټومي وسلو ترلاسه کولو ليواله ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پرله پسې وضاحتونه کوي چې دهغوي ايټمي وسلې په بشپړ ډول خوندي دي او دتندلارو لاسونو ته ددغو وسلو دورتگ هيڅ امکان نشته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG