لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند : امريکايي ځواکونو د طالبانو پرضد پراخه عمليات پيل کړي


په روانه اوونۍ کې دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما لخوا افغانستان لپاره دنوې تگلارې داعلان څخه وروسته په لمړي ځل دخالي په ورځ امريکايي ځواکونو دافغاني عسکرو په ملگرتيا په جنوبي ولايت هلمند کې دطالب جنگيالو په ضد دکوبرازاينگر په نوم عملياتو کې برخه اخستې ده.
دامريکايي پوځ يو وياند ميجر بل پليټئير له مخې په نوزاد اولسوالۍ کېدتندلارو په ضد دغه عمليات دجمعې په ورځ دفضايي بريدونو له لارې پيل کړل شوي دي او امريکايي پوځيانو دعملياتو په لمړۍ ورځ گڼ شمير تندلاري وژلي دي.
هغه دا هم وويل چې پوځ وسلې او بمونه هم نيولي دي.
نوموړي وويل نن هم په هاغه سيمه کې عمليات روان دي چې چرته چې دښمن موجوديت لري او مونږ دهغوي دله مينځه وړلو لپاره پرمخ روان يو.
دتندلارو په ضد په هلمند کې پيل کړل شوؤ دغو عملياتو کې زر امريکايي او برتانوي او يونيمو سلو پورې افغاني پوځيان برخه اخلي.
دوياند له مخې تراوسه په دغو عملياتو کې ائتلافي او افغاني ځواکونو ته کومه ځاني مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې او نۀ هم دوژل شوؤ طالب جنگيالو دمړينې په هکله دقيقه شميره روښانه شوې ده.
خو دافغانستان ددفاع دوزارت وينا ده په دغو عملياتو کې 4 جنگيالي وژل شوي او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.
دهلمند ولايت دنوزاد اولسوالۍ اوسيدونکو دعملياتو پيل کيدو څخه دمخه سيمه پريښودې ده.
امريکايي او ائتلافي ځواکونو دتيرې څه مودې راهسې په دې سيمه کې دطالب جنگيالو دواک کمزوري کولو لپاره کارروايۍ کوي.
بايد وويل شي په روانه اوونۍ کې دامريکا جمهورئيس براک اوباما په افغانستان کې دتندلاريتوب چقولو او امن وامان وضعيت باندې دقابو راوستو لپاره دنورو 30ؤ زرو امريکايي پوځيانو افغانستان ته دليږلو اعلان کړى دى او دغلته پوځيان به په راتلونکو شپږو مياشتو کې پځايې کولى شي.
ددغو ديرشو زرو اضافي امريکايي ځواکونو افغانستان ته دليږلو څخه پرته هم اوس مهال په افغانستان کې خواؤشا68 زره امريکايي او دناټو هيوادونو تر 40ؤ زرو پورې پوځيان موجود دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG