لاس رسیدونکی لینک

 
ځانمرگي حمله کونکي پيښورکې لږ تر لږه ١٠ تنان وژلې
تازه خبر

ځانمرگي حمله کونکي پيښورکې لږ تر لږه ١٠ تنان وژلې


دپاکستان دصوبه سرحد سرښار پيښور کې ځانمرګى کې لږ تر لږه ١٠ تنان وژل شوی او د ۴٠ نه زیات نور خلک زخمیان شوی دی.
دغه ځانمرګى بريد دپيښورد گنړې گونړې ځاې په جيل روډ دسيشن کورټ مخې ته شوى دى.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي خو په ژوبل شوؤ کې هم دزياترو حالت مرګونى ښودل شوى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو له مخې په دغه چاؤدنه کې تر او ؤکلو ګرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
له بريد وروستو امدادي ډلې او امنيتي ځواکونو دپيښې ځايې ته ورسيدل او ډله سيمه يې پخپله ولکه کې واخسته.
ددغه ځانمرګي بريد له امله دنزدې ودانيو شيشې ماتې شوي او نزدې ګڼ شمير ګاډي هم تباه شوي دي
دصوبه سرحد مشر وزير بشيراحمدبلور دپيښې په ځايې کې خبريالانو ته وويل ځانمرګى په يوه رکشه کې راغلى ؤ او درکشې څخه دراکوزيدو وروستو يې د سيشن کورټ په لوري منډه کړه.
هغه وويل امنيتي ځواکونو دځانمرګي دمخې نيولو لپاره په هغه ډزې وکړې او ځانمرګي خپل ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
ښاغلي بلور په دغه بريد کې د پنځوؤ کسانو دوژنې پخلى وکړو او وې ويل دد٣ؤ عسکرو په ګډون 20ؤ څخه زيات کسان ژوبل شوي دي.
بشيربلور وويل دپاکستان دسالميت لپاره به ځانونه قربانوؤ.
همدغه راز دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک په کراچۍ کې خبريالانو سره خبرو کې دپيښور دبريد په هکله وويل ترهه ګرو په سوات او جنوبي وزيرستان کې ماتې خوړلې ده چې له ماتې وروستو په دغسې بريدونو کولو سره دقام حوصلې ماتول غواړي خو دقام حوصلې لوړې دي.
رحمان ملک وويل دټول اسلامي امت علماء کرامو دځانمرګي بريدونو غندنه کړې او دا يې غيراسلامي ګرځولي دي.
بايد وويل شي دپاکستان دپوځ لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد داکتوبر په ١٧مه نيټه دعملياتو پيل کولو څخه وروستو دپاکستان په قبائيلي سيمو، صوبه سرحد او بيلا بيلو برخو کې دامن وضعه په چټکتيا سره خرابيږي او دتيرو څلورو ورځو په مهال دپنجاب ايالت په پينډۍ ښار او پيښور کې درامينځته شوؤ څلورو چاؤدنو له امله تر ٥٠ؤ پورې کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.
په دغو وژل شوؤ کسانو کې زيات شمير عسکر او پوځي افسران هم شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG