لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا او روسیا ترمينځ دوسلو د کمي تړون کيږي

امريکا او روس به داپريل په 8مه نيټه په پراگ کې په يو نوي تړون لاسليکونه کوي چې له مخې به يې دلرې هدف ويشتونکو اټومي وسلو په ذخيرو کې کمى کولى شي.
دغه نوى تړون به دوسلې دکموت دتړون سټارټ ون سټريټجک ارمز رډيکشن ټريټ ځايې نيسي چې پرې دامريکا صدر جارج هر برټ واکر بوش او دسوويت صدر مخائل گور باچوف په کال 1991ء کې لاسليکونه کړي وؤ.
په دغه تړون دکال 1994ء څخه عمل شروع شوى ؤ خو تير کال ددسمبر په 5مه نيټه يې معياد ختم شوى ؤ.
ديو شخصي ريسرچ فرم ارمز کنټرول ايسوسي ايشن ايگزيکټيو ډائريکټر ډيرل کمبل وائي چې دسټارټ ون له امله دسړې جگړې په ختمولو کې مرسته ترلاسه شوه.
ددغه تړون ترمخه په بيلا بيلا ځائيونو کې نصب سټريټجک وار هيډز شميره تقريباً د10,000ؤ څخه 6,000ؤ ته کمه کړل شوې ده او ددغو وسلو خپل هدف ته درسونکو ميزائيلونو او بمبار الوتکو شميره دهر فريق لپاره 1,600 شوې ده.
دواړو هيوادونو دغه حدودو په کال 2001ء کې پوره کړل، په دغه تړون کې دتصديق يو موثره نظام هم قائم کړل شو چې پکې ډير پام داټومي وسلې خپل هدف ته په رسونکو نظامونو ختمولو ته شوى ؤ.
دکله راهسې چې په سټارټ ون تړون عمل پيل شوى دهاغه وخت څخه تراوسه امريکا او روس دخپلو اټومي وسلو په ذخيرو کې نور کمى هم کړى دى.
کمبل وائي چې دتير اپريل په مياشت کې دواړو هيوادونو دوسلو دنور کمي په اړه خبرې اترې پيل کړې وې چې په نتيجه کې يې دغه نوى تړون مخې ته راغلى دى.
ددې ترمخه به دنيوکلئير وسلو هدف ته درسونکو گاډو شمير 800ؤ ته کمولى شي او دنصب شوؤ نيوکلئير وار هيډز شميره به هم دهر هيواد لپاره 1,550 شي.
نن سبا امريکا2,100 او روس تقريباً2,200ؤ څخه زيات وارهيډز نصب کړي دي.
همدغه شان به ددغه نوي تړون له لارې دهر هيواد لپاره دنصب شوؤ وار هيډز شميره د25ؤ څخه 30 فيصده کمه کړل شي.
دسنټر فار ارمز کنټرول اينډ نان پروليفريشن ايگزيکټيو ډائريکټر جان اساکس وائي په نوي تړون کې به دتصديق انتظامات ډير سخت وي، دسړې جگړې دختميدو شل کاله پوره شوي دي خو خبره دا ده چې امريکا او روس په يو بل باور نۀ کوي ځکه نو اوس دتصديق ډيرې سختې ضابطې ايښودل شوي دي.
کيدى شي دا دومره سختې نۀ وي څومره چې داسټارټ ون وې خو دتصديق انتظام بيا هم پوخ دى.
ددې مطلب دا شو چې مونږ ته به دهر څه معلومات وي چې روسان دخپلو نيوکلئير وسلو دذخيرو سره څه کوي او دغه شان به هغوي ته هم معلومه وي چې امريکا څه کوي.

XS
SM
MD
LG