لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبر او اورکزۍ ايجنسيوکې 28 جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي دي


د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمو خيبر او اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو او دجيټ الوتکو بمبارۍ کې لږ ترلږه28 جنگيالي او شپږ عسکر وژل شوي دي.
دپاکستان دپوځ دعامه اړيکودڅانگې يا ائي ايس پي ار لخوا دشوروپه ورځ جاري کړل شوي يو بيان کې ويل شوي دي تيره شپه دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په جانسي سيمه کې د80څخه نيولې تر 100ؤ پورې وسله والو جنگيالو ديو شمير ځانمرگي گاډو په ملاتړ دامنيتي ځواکونو په جانسي پوسته بريد وکړو خو امنيتي ځواکونو دهغوي دغه بريد په شا وتمبولو او دغه ځانمرگي گاډي يې تباه کړل.
پوځ زياتوي دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په دغه مهال شوؤ نښتو کې 20 ترهه گر وژل شوي او 30 ژوبل شوي دي.
پوځ وائي نښته کې 6 پوځيان هم وژل شوي او 15 ژوبل شوي دي.
بل لوري ته سرچينې وائي ددغو نښتو په مهال امنيتي ځواکونو دتندلارو څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.
ځينې سرچينې وائي په دغه بريد کې 300ؤ وسله والو جنگيالو برخه واخسته او هڅه يې وکړه دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډي دامنيتي ځواکونو کيمپ ته دننه باسي خو امنيتي ځواکونو ځوابي ډزې وکړې اودغه گاډي يې دکيمپ څخه بهر تباه کړل
دبريد څخه وروستو په سيمه کې دنامعلومې مودې پورې کرفيو لگول شوې او امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي ، ددريوؤ شکمنو کسانو کورونه هم ړنگ کړل شوي دي.
اخوا داورکزۍ په مختلفو سيمو شيرين، دره بيزوټ،کوک دره، چوارو کلي، ميروبک او سورگل کې امنيتي ځواکونو دگن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې د8 تندلارو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
دتيرې يوې اوونۍ څخه په اورکزۍ ايجنسۍ کې روانو عملياتو کې تر دې مهاله د150ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG