لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سرکاري وکیل وايي اوسامه بن لادن نیول وړمبی هدف دی


د امریکې تر ټولو لوې سرکا‏ري وکیل ویلې چې د القاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن نیول د امریکا وړمبی هدف دی او که ممکنه وي نو هغه به ژوندی نيسي چې د القاعده او د ممکنه نوي بریدونو په هکله ترې معلومات ترلاسه کړی شي.
ایرک هولډر د امریکې سینیټ د عدالتي چارو کمیټۍ ته د شورو په ورځ وینا کوله. د کمیټۍ غړو د هغه نه گوانټانامو کیوبا کې د امریکايي عسکري ځندان په هکله هم پوښتنې ووشوې چې د صدر باراک اوبامه د پلان سره سم دغه قید خانه به کله تړلی کیږي. بندي خانه کې د ترهگرۍ په شک کې په سلگونو تنان بندیوان دي.
هولډر وویل چې د هغه ددغه وینا وجه داوه چې استخباراتي معلومات ښايي اوسامه بن لادن خپلو محافظانوته هدایات ورکړي چې د امریکايي ځواکونو لخوا د محاصرې په صورت کې دې هغه ژوندی نیول کیدو ته پرېنږدي.
هغه وویل چې اوسامه بن لادن اوس هم د امریکا د پاره ترټولو لوې هدف دی چې ژوندی وونیلی شي اویا ووژلی شي.
هولډر وویل چې دوي امید لري چې اوسامه بن لادن به ژوندی وونیولی شي چې دا رنگ د هغه نه پوښتنې ووشي او د القاعده د ساخت یا جوړښت په هکله ترې مفید معلومات ترلاسه کړی شي.
د سینیټ د عدالتي کمیټۍ غړي جیف سیشنز وویل چې امریکا د اوسامه بن لادن د نیول کیدود پاره باید واضحه پالیسي وولري.
سیشنزاندیښمنې څرگنده کړه چې د صدر باراک اوبامه حکومت به د کال ٢٠٠١ د حملومنصوبه جوړونکي خالد شیخ محمد باندې مقدمه په سویلین یا عام عدالت کې د چلولو پلان لري.
هغه وویل چې ددې مسلې اسان او منتقي حل دادی چې په خالد شیخ محمد باندې مقدمه دې په پوځي عدالت کې ووچلولی شي.
هولډر وویل چې دا فیصله لانه ده شوې چې خالد شیخ محمد یا نور نیول شوي شک من ترهگربه کوم ځاې عدالت ته وړاندې کیږي خو نیویارک ښار هم په ممکنه ځایونو کې شامل دی.
د واک من ډیمکریټک گوند ځني غړي او د اختلاف ریپبلیکن اکثر ارکین په نیویارک کې په خالد شیخ محمد باندې د مقدمې مخالفت کوي، او وايي چې ددې په وجه به د امنیت مسلې رامنځته شي او هغه ته به لاسې موقع په لاس ورشي چې د امریکا خلاف خپل خیالات په جار څرگند کړي.
د سرکاري وکیل ایرک هولډر نه د براک اوبامه د پلان په هکله هم پوښتنې ووشوې چې د گوانټانامو ځندان به کله بندوي.
د جنوبي کیرولائنه ریاست نه د ریپبلیکن گوند غړی لنډ سي گراهم، چې د ډیر وخت راهسې په هولډر او د شک من ترهگرو د نیولو په لړ کې د حکومتي پالیسۍ مخالف دی. د هولډر سره يي اتفاق ووکړو چې حکومت دې گوانټانامو ته نور نیول شوې شک من ترهگر نه لیږي.
هغه وویل چې خوشحاله دی چې حکومت د نیول شوو خلکو د پاره د نوي ځندان ضرورت محسوسوي او دغه خبره د هغه د غوږونو د پاره لکه د موسیقۍ خوږه ده خو هغه زیاته کړه یو داسې ځندان دې جوړ کړی شي چې د ترهگرۍ خلاف د جنگ ضرورتونه پوره کولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG