لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل او فلسطینیان په خبرو اترو نه دي راضي شوې


اسرائیل او فلسطینیان په خبرو اترو نه دي راضي شوې
اسرائیل او فلسطینیان په خبرو اترو نه دي راضي شوې
<!-- IMAGE -->

د منځني ختیځ د پاره دامریکې خصوصې استازې جارج مچلز سېمې ته خپل ورستې مشن سر ته رسولی خو فلسطینیان او اسرائیلیان د امن د پاره خبرې اترې بیا شورو کولوباندې نه دې راضې شوې.
میچیل د اتوارپه ورځ یوه بیانیه کې ویلې چې را روانه هفته کې به بیا منځنې ختېځ ته سفر کوي. هغه سیمه کې د فلسطیني او اسرائیلي مشرانو سره ورستۍ خبرې اترې ډیرې گټه ورې ووگرځولې.
میچیل د اتوار په ورځ د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نټن یاهو سره لیده کاته ووکړل.ددې وړاندې هغه د جمعې په ورځ د فلسطین صدر محمود عباس سره خبرې اترې کړې وې.
د اسرائیل وزیراعظم وویل چې اسرائیل او امریکا غواړي چې د امن د پاره خبرې اترې په سملاسي توگه بیا شورو کړی شي او امید لري چې فلسطینیان به هم دا خواهش په هدف کې لري.
فلسطیني چارواکې وائې چې محمود عباس به د خالي په ورځ د عرب هیوادونو تنظیم عرب لیگ استازو سره وینې چې صلاح ورسره ووکړې چې آیا اسرائیل سره د امریکې د منځگړې توب د لارې خبرې اترې شورو کړې او که نه؟
محمود عباس تر دې وخت اسرائیل سره خبرې اترې د بیا شورو کولو نه انکار کړی دی وائي اسرائیل دې وړمبی په شرقي یروشلم کې د یهودیانو د پاره ابادنې جوړول وودروې. شرقې یروشلم فلسطینیان د خپل راتلونکې هیواد سرښار گنړې.
اسرائیل وائې شرقې یروشلم د نوي ابادیوبرخه نه ده او په اسرائیل پکښې په اذاده توگه ابادۍ جوړولی شي.
فلسطیني چارواکې وائي د امریکې صدر باراک اوبامه محمود عباس ته په مۍ کې د امریکې د سفر دعوت ورکړی. خودوي زیاتوي چې نه خو رسمې بلنه اعلان کړی شوې ده اونه کومه نیټه ټاکلی شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG