لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ميا افتخار: ترهگر به له مينځه وړلى شي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائي دهزارې په کالا ډهاکه سيمه کې هيڅ رقم پوځي عمليات نۀ دي روان خو دغلته پوليس او مليشه ځواکونه دجرائم پيشه عناصرو پر ضد گامونه اخلي او چرته چې ترهگر وي، هغوي به له مينځه وړلى شي.
دجمعې په ورځ په پيښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هغه وويل ورانکاري دهزارې په لوري تللى شي خو امنيتي ځواکونه به کله هم چاته دهزارې دخلکو دپرامنه ژوند دتالا ترغۍ کولو اجازه ورنۀ کړي.
نوموړي وويل دهزارې خلک زمونږ وروڼه دي او په هر حال به دهغوي دخوشحالۍ او سوکالۍ پام ساتل کيږي.
دنوموړي وينا وه په هزاره کې دامنيت وضعه غوره ده خو څو مفادپرسته عناصر دمانسهرې دامن تباه کولو هڅه کوي.
داطلاعاتو وزير وويل اوس اوس دکالا ډهاکه سيمې يوې جرگې دوزيراعلي امير حيدر خان هوتي سره ليدنه کړې ده او وزيراعلي هغوي ته باور ورکړى دى چې دسيمې امن به يې په ځايې ساتلى شي.
هغه وويل دغه جرگې وزيراعلي ته دخپل لوري دهر رقم مرستې باور هم ورکړى دى.
نوموړي زياته کړه دهزارې دمحروميو ختمولو دپاره به ډير زر صوبائي حکومت خصوصي پيکج ورکوي.
هغه وويل دکالاډهاکه لپاره به هم زر دپيکج اعلان وکړل شي چې په دغه پيکج کې به بريښنا، روغتيا، سړکونو او دڅښلو اوبو ته ځانگړى پام گرځول کيږي.
هغه وويل دجمعې په ورح چې مانسهره کې دپوليسو په کومه پوسته بريد شوى په هغې کې دنسيم، نعيم ، مشتاق او زاهد په نومونو څلور عسکر وژل شوي دي.
داطلاعاتو دوزير وينا وه دخيبرپښتونخوا پوليس دخپلو سرونو په قربانو ورکولو خپل اولس ته امن ورکوي.
هغه په دغه لړ کې دپيښور دکليوالې سيمې ديربالا په پوليس چوکۍ دشوي ځانمرگي بريد مثال ورکړو او وې ويل دغلته پوليسو په قربانيو ورکولو دترهه گرۍ يو ستر پلان ناکام کړى دى.
همدغه راز پوليسو په يونيورسټي ټاون کې هم دتباهۍ دپلان په شنډولو سره دوه ترهه گر نيولي دي.

XS
SM
MD
LG