لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

Abou Bin Adham - 2004-04-29


ابو بن ادهم

د ابو بن ادهم په آشیانه کی

خدای دې کښېږدی برکت په قبیله کی

یو څه ږغ یې یوه شپه سو تر غوږونو

سم را ویښ سو له اوږدو خوږو خوبونو

ور څرگند سو د سوږمۍ په رڼایی کی

په کوټه کی په عالم د تنهایی کی

یو وجود له شنه آسمانه را لوېدلی

لکه ښاخ د شگوفې وي غوړېدلی

ملایکه وه کتاب و د سرو زرو

پرې لیکل یې په قلم د جواهرو

زړه را غونډ بن ادهم کړ ور نیژدې سو

د ملکی او کتاب په نندارې سو

ویل څنگه یې راغلی دلته غلی

څه لیکې دا څه کتاب دی نازولی

ملایکی سر راپورته کړ گویا سوه

پر شونډانو یې خپره خوږه موسکا سوه

ویل دلته زه لیکم هغه نومونه

چی یې ډک دي د خپل خدای له مینی زړونه

ویل سته بن ادهم په دې کتاب کی؟

زه دی هم یمه شمېرلی په دې باب کي؟

فرشتې ویل ستا نوم کتاب کی نسته

د خالق سره د مینی باب کی نسته

یو قدم بن ادهم ورته نیژدې سو

په تعظیم او په تکریم د فرشتې سو

ویل واوره دغه یو خواست می منظور که

بله پاڼه کی داخل می نوم ضرور که

مینه وال یمه د خپلو همنوعانو

زه مین یم پر ټولۍ د انسانانو

فرشتې کتاب کی ولیکل پناه سوه

اسمانونو ته یې مخ ده ته یې شا سوه

بله شپه فرشته بیا ورته دېره وه

شاو خوا ورته د نور لمن خپره وه

ورته وې ښودل د هغه چا نومونه

چی خالق وه وربخښلي جنتونه

په نومونو کی لومړی بن ادهم و

نازېدلی پرې د سرو زرو قلم و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG