لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نابلوس د ښار د مهاجرو په کمپ د اسراییلی قواو پوځی عملیات - 2004-07-06


دسه شنبې په ورځ د سند د اردن په لویدیځه غاړه د نابلوس د ښار د مهاجرو په کمپ کی د اسراییلی قواو د پوځی عملیاتو په نتیجه کی یو اسراییلی عسکر او څلور فلسطینیان وژل شوی دی . د اسراییلی قواو د عملیاتو هدف د فلسطین د ازادی دمشهور نهضت محلی قوماندان یامون فرج نیول وو . دی او د هغه مرستیال امجد هنانی د این بیت ایلما د مهاجرو په کمپ باندی په بمباریو کی ووژل شول. د اسراییلو رادیو وویل عملیاتو هغه وخت زورواخیست او پوځ دا کمپ هغه وخت محاصره کړ چه دوی ته په کمپ کی ددی د وه و مشرانو د موجودیت خبرور ورسید . په ډزو کی یو اسراییلی پولیس او همجد هنانی ووژل شول . یمن فرج نږدی بلی ماڼی ته پناه وی وړه چه د اسراییلی هلیکوپترونو نه د توغندیو وارونه پی و شول او په نتیجه کی یی یو تندرو او دوه ملکی خلک یو امریکایی اکادمک خالد صالح او د هغه شپاړس کلن زوی محمد هم پکی ووژل شول . د اسراییلو نظامی رادیو وایی پدی تندرو باندی دا تور و چه پر اسراییلی ملکی خلکو باندی یی سرتیری حملی کړی وی. اسراییلی قواوی د غزی په تړانگه کی هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوی او هغو تونلونو پسی گرځی چه له لاری یی د مصر نه غیر قانونی وسلی او تندروان قاچاقی تیریږی. اسراییلی رادیو وایی ددوشنبې د ورځی په ماښام وروسته لدی چه د ناقلو یهودو په سیمی باندی د توغندی حمله وشوه اسراییلی قواو د غزی د تړانگی دخان یونس په کمپ کی یو څوارلس کلن فلسطینی وواژه. په عین وخت کی د ملگرو ملتونو ، اروپایی اتحاد ، متحده ایالاتو او روسیی استاذی د منځنځی ختیځ د سولی د پلان په هکله د خبرو دپاره اسراییلو ته راغلی تر څو دغزی د تړانگی نه د اسراییلی قواو د وتلو نه وروسته د مصر د هیواد په رول خبر ی وکی . دا مسله په قاهره کی د جون په څلور ایشتمه رامنځ ته شوی وه چه مصرپکی د غزی نه د اسراییلی عسکرو د تخلیی نه وروسته د امنیت د ساتلو په برخه کی درول ولوبولو وړاندیز کړی و . د فلسطین صدراعظم احمد قوریه ددوشنبې د ورځی په ماښام وویل چه دی هیلمن دی چه غونډه کی گډی خواوی د منځنی ختیځ د سولی په جریان کی لا دخېلی شی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG